مهدي

کابل کې هغه ځوان چې انسان تښتوونکو یې بدل کې ۶ مېلیون ډالر غوښتل، وژغورل شو

اطلاعات روز: د طالبانو یو ویاند وایي، د دوی ملي امنیت منسوبینو د کابل پغمان ولسوالۍ کې هغه ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی چې د ازادېدو بدل کې یې د نوموړي له کورنۍ شپږ مېلیون ډالر غوښتل.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم پر خپل ټوېټر د دې ژغورل شوي او کورنۍ غړیو وېډیو خپره کړې او ویلي یې دي چې د مهدي په نوم دا ځوان یې په یو لړ عملیاتو کې د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد او کورنۍ ته یې سپارلی دی.

د ښاغلي نعیم په وینا چې دغه ځوان ۲۵ ورځې وړاندې انسان تښتوونکو تښتولی و.

په دې خپره شوې وېډیو کې د مهدي پلار وایي، انسان تښتوونکو ورته د زوی زړه بوږنوونکې وېډیوګانې رالېږلې او ګواښونه یې کول چې که شپږ مېلیون ډالر ور نه کړي، حلال به یې کړي.

د انسان تښتوونکو له منګولو د دې ځوان ازادېدل داسې مهال دي چې د عبدالرووف په نوم یو ماشوم چې شاوخوا یو کال وړاندې په بلخ ولایت کې تښتول شوی، لا هم پسې ورک دی.

د محمد اشرف غني په مشرۍ تېر حکومت هلې ځلې وکړې څو دغه ماشوم وژغوري خو د مخکیني حکومت امنیتي چارواکو په وینا چې له څو عملیاتو وروسته هم و نه توانېدل چې نوموړی ماشوم پیدا کړي.