کندهار برښنا

کندهار کې د برښنا خورا کمښت او پر ژوند منفي اغېز؛ ۲۴ ګړیو کې یوازې ۳ ساعته برښنا وي

اطلاعات روز: کندهار هغه ولايت دی چې تر سياسي بدلونو وروسته په کې د برښنا نه شتون د خلکو ژوند تریخ کړی دی.

په کندهار کې د برښنا د نه شتون له امله تر ۳۰۰ پورې د توليدي او صنعتې فابريکو د تړل کيدو وروسته اوس د تخنيکي توکو جوړيدونکي او پلورونکي وايي د برښنا نه شتون یې کاروبار اغیزمن کړی دی چې ورسره يې عواید هم کم شوي دي.

امان الله چې په کندهار ښار کې د تخنيکي توکو د کارځي مسوول دی، وايي د برښنا د بندېدو وروسته يې د کار کچه کمه شوې ده چې له امله يې عايد هم د پخوا په پرتله لږ شوي دي.

هغه وايي: «د برښنا نه شتون خو موږ ته ډيره غټه ستونزه جوړه کړې ده، زموږ پر کار يې سختې منفي اغېزې کړې دي. د پخوا په پرتله زموږ په کاروبار کې کموالی راغلی دی. په ټول کندهار ښار کې چې کوم کارونه د برښنا سره تړلې دي هغه ټول اوس په ستونزو کې دي. برښنا يو اړين ضرورت دی، د ملک يو شتمني ده، دولت باید دغه ستونزې ته خاصه پاملرنه وکړي او دغه ډول ستونزې حل کړي.»

اغامحمد بیا په کندهار ښار کې د هغې فابریکې مسوول دی چې خلکو ته د خوراکي موادو د چمتو کولو کار ترې اخيستل کيږي.

هغه وايي، له کومه وخت چې په دغه ولايت کې برښنا بنده شوې ده ورسره د خلکو کارونه له زياتو ستونزو سره مخ شوي دي.

دی وايي، د دې لپاره چې کار يې بند نه شي دوی اوس د شخصي برقي ماشینونو څخه د خپلې فابريکي لپاره برښنا جوړه کړې ده چې مصرف یې زيات او برښنا کمه ورڅخه ترلاسه کوي.

دی وايي که په کندهار کې د برښنا ياده ستونزه دوامداره شي، دوی اړ کيږي چې خپلې فابريکي وتړي.

اغامحمد وايي: «نن سبا چې برښنا نه یي، ټول الکترونکي کارونه او همداراز پروژې ورسره بنديږي برښنا يوه مهم ضرورت دی، مسولينو ته په کار ده چې دغه ستونزه حل کړي دغه اوس موږ د خپل کار د پرمختګ لپاره شخصي برښنا جوړه کړې ده چې زيات لګښت هم پر موږ کيږي که دغه ډول دوام وکړي موږ اړ کيږو چې خپله فابريکه وتړو.»

د کندهار ولايت د برېښنا مسوولين د برښنا د نه شتون ستونزه مني. ولايتي چارواکي وايي د کندهار ښار د برښنا د کمښت ستونزه د هلمند ولايت د کجکي بند د ذخيره شوو اوبو د کميدو او د کندهار د ښورااندام پلانډ کې د ډیزلو د خلاصيدو له امله رامنځته شوې ده.

د کندهار ښار د برښنا د شرکت مشر ملا باچا يوسف وايي، دا مهال دوی کندهار ښاريانو ته د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو لپاره د ورځې له ۲ ساعتونو څخه تر ۳ ساعتونو پورې برښنا ورکولی شي.

ملا باچا يوسف اطلاعات روز ته وويل: «د کجکي برق اوبه وچې شوي دي، د برښنا جناتوران تېل غواړي هغه دغه تحولات راغلل زموږ ادارې سيستم نه و جوړ، بیا مو دغه ستونزه له والي سره شريکه کړه، والي صاحب راته وويل چې زه دومره مرسته کولی شمه چې ۲ يا ۳ ساعت د خلکو د اړينو اړتياوو د پوره کولو لپاره زه مصرف پر غاړه واخلمه او برښنا فعال کړم، دغه مرسته وه چې د والي صاحب لخوا زموږ سره شوې وه.»

د کجکي د برښنا د فابریکې مسوول مولوي ايوب وايي، په تير ژمې کې د کمو اورښتونو له امله د کجکي د برښنا د توليد کچه د ۵۱ مېګاواټه برښنا څخه ۶ مېګاواټه ته راکښته شوې ده چې يوازې په شاخوا سيمو کې دوی له يادې برښنا څخه استفاده کوي.

هغه وايي: «تير کال اورښتونه کم شوي وه چې له امله يې موږ له دريو توربينونو څخه موږ دوه فعال کړه چې ۳۰ مېګاواټه برښنا توليد کول، بیا موږ نوبتي کړه خو وروسته د اوبو سطحه ټيټه شول موږ اړ شو چې د برښنا يوازې د شاخوا سيمو خلکو او فابريکو ته ورکړو.»

د هلمند ولايت د کجکي برښنا فابريکه چې د ۷۱ ارتفاع متره په حالت کې يې ۵۱ مېګاواټه برښنا توليد کوله خو د اوبو د کمښت له امله د کجکي د برښنا توليد ۸۵ سلنه کم شوی دی.

په دغه ولايت کې د برښنا د کمښت له امله د توليدوونکو فابريکو په تړل کيدو سره زرګونه کسان بې روزګاره شوي دي او اندېښنې دي که د برښنا د بنديدو ستونزه نوره هم دوام وکړي، هغه کاروباريان چې د برښنا څخه په استفادې خپلې چارې مخ ته وړي هغه به هم وتړل شي او لا به هم نور کسان ورسره بې دندو شي.