کندهار کې ۴ داعشیان وژل شوي او ۸ نور ژوندي نیول شوي

اطلاعات روز: کندهار کې طالب چارواکي وایي، د دې ولایت مرکز کندهار ښار کې یې داعشیانو پر وړاندې عملیات کړي او ګڼه مرګ‌ژوبله یې وراړولې ده.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو مشر شمس‌الله صمیم د دوشنبې په ورځ اطلاعات روز ته وویل امنیتي او کشفي ځواکونو تېره شپه د کندهار ښار ۱۵مې دریمې او نهمې حوزو کې د داعش ډلې پر ضد عملیات ترسره کړي چې پر مهال یې ۴ داعشیان وژل شوي دي او ۸ نور ژوندي نیول شوي دي.

هغه وایي د عملیاتو په سیمه کې داعش ډلې یو کورته چاودنه ورکړې ده چې د چاودنې پر مهال داعش ډلې ته مرګژوبله اووښتې او د هغوی جسدونه تر خاورو لاندې دي.

یوه سرچینه وایي، عملیات د طالبانو له خوا د تیرې شپې راهیسي د کندهار ښار په پنځلسمه حوزه کې ترسره شوي دي چې پرمهال یې ملکي کسانو ته هم مرګژوبله اووښتې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو ویاند سعید خوستي پر خپل ټویټر لیکلي چې د طالبانو د عملیاتو پر مهال په کندهار کې ۳ تنه داعشیان وژل شوي او دوه ملکي کسان وژل شوي دي.

کندهار کې تر دې مخکې داعش ډلې پر عامه ځایونو چاودنې کړي دي چې پر مهال یې لسګونه ملکي کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.