طالبان او مرستې

ارزګان کې د اړمنو ادعا: طالبان پر خپلو خپلوانو مرستې وشي

خبریال: احسان‌الله ولسمل

په ارزګان کې هغه کورنۍ چې تېرو جګړو او غربت سخت ځپلي دي، ادعا کوي چې د دوی په نوم راغلي مرستې په ځانګړې توګه د هندوستان مرسته شوي غنم چې د ويش واک يې سل سلنه د طالبانو په کنټرول کې دی، طالبان یې پر خپلو خپلوانو ويشي.

د دغو اړمنو له ډلې چې يو شمير کسانو يې اعتراض هم کړی دی، وايي ډېر وخت واکمن طالبان مرستندويه ارګانونه اړ کوي چې مرستې هغو کسانو ته ورکړي چې په طالبانو خپلوان ولري.

د دغه کسانو له ډلې څخه يې يوه هم شاه ګله ده چې د شهيد اساس ولسوالۍ ده او د کورنۍ يوازينی زوی يې په تېرو جګړو کې وژل شوی دی.

شاه ګلې اطلاعات روز ته وويل څو ځله د بیوزلۍ له امله اړ شوي دي چې د هندوستان لخوا مرسته شوو غنمو ترلاسه کولو په هدف درخواست وکړي خو ورته وويل شول چې تاسو په تيرو شلو کلونو کې زياتې مرستې ترلاسه کړي دي او اوس باید دغه مرستې هغو کسانو ته ورکول شي چې د طالبانو خپل خپلوان وي.

د هلمند دا اوسېدونکې ادعا کوي چې طالبان نړیوالې مرستې په خپلو خپلوانو او د دوی پر ملاتړو ویشي.

شاه ګلې وويل ژمی رارسيږي او دوی له سختو کړاوونو سره مخ دي چې باید ورسره مرستې وشي.

هغې وویل: «زه هره ورځ ډيرو موسیساتو ته ورځمه خو هيڅوک راسره مرسته نه کوی، ټولې مرستې هغه چاته ورکوي چې د طالبانو خپلوان وي په طالبانو کې واسطه ولري اخير موږ څه وکړو زموږ د کورنۍ سرپرستان هم په دغه جګړو کې وژل شوي دي. که تير حکومت په ليکو کې ولاړ وه هم مجبوري وه اوس خو دې دغه مرستې هغه چاته ورکړي چې مستحق وي.»

عبدالولي چې په ترينکوټ ښار کې يې د رسنيو پر وړاندي يو شمير نورو ملګرو سره اعتراض کړی دی، وايي کار روزګار نشته او دولت يې باید سخت ژمي په رارسيدو سره لاسنيوی وکړي.

عبدالولي وايي هغه مرستې چې ډير واک او کنټرول يې د طالبانو په ولکه کې وي، هغه ټولې مرستې طالبان پر خپلو خپلوانو يا هغو کسانو ويشي چې په تيرو شلو کلونو کې يې د دوی ملاتړ کړي وي.

هغه وايي د نړيوالو له خوا بشري مرستې نه يوازې د طالبانو خپلوانو بلکې د ټولو خلکو لپاره ترسره کيږي او طالبان هم باید دغه ډول مرستې ټولو خلکو ته ورسوي.

دی وايي: «په دا دوې مياشتې ماته هيڅ روز مزدورې نه ده پیدا شوې، اخير زه څه وکړمه هغه مرستې چې دلته ترسره کيږي طالبان يې ټول پر خپلو خپلوانو ويشي موسیساتو ته لاهم طالبان داسې کورنۍ د مرستې ورکولو په هدف په نښه کوي چې په تيرو وختونو کې د دوی پلويان وه دغه مرستې خو د ټولو افغانان لپاره راځي دوی ولې داسې چلند زموږ سره کوي.»

عبدالولي چې په ترينکوټ ښار کې يې د رسنيو پر وړاندي يو شمير نورو ملګرو سره اعتراض کړی دی، وايي کار روزګار نشته او دولت يې باید سخت ژمي په رارسيدو سره لاسنيوی وکړي.

بلخوا د ارزګان په مستوفيت رياست کې يوې دولتې سرچينې اطلاعات روز ته وويل د هندوستان لخوا مرسته شوي غنم هغه کسانو ته ورکول کيږي چې په حکومت کې واسطه ولري.

هغه سرچينه وايي هغه کسان چې د مرستو ترلاسه کولو په هدف عريضې کوي، پروسه يې سخته شوې چې لومړی ولايت مقام ته وړل کيږي او وروسته بیا د دغه ولايت مستوفيت رياست ته وروړل کيږي او هغه کسان په نښه کيږي چې زور ولري.

سرچينه وايي په هغه عريضه ليکونکو هم محدوديت لګول شوی چې د اړمنو کسانو په موخه به يې دولتي ادارو ته عريضي لیکلې.

اطلاعات روز د اړمنو کسانو دغه ادعاوې په ارزګان ولايت کې د مسوولو چارواکو سره شريکي کړي.

په ارزګان کې د طالبانو لخوا پر مرستندويه ادارو ټاکل شوي مشر مولوی حسن د خلکو دغه ادعاوې په کلک ردوي او زياتوي چې په هيڅ ډول مرستو کې دوی د اړمنو کسانو سره توپیريز چلند نه کوي.

مولوي حسن وويل، د هر ډول مرستو ويشلو لپاره يې ځانګړې شوې کميټه جوړه کړې ده او هغه چاته مرستې رسوي چې مستحق وي.

هغه وايي: «موږ د عسکر او طالب کورنۍ ته پام نه دی کړی، دلته موږ د مستحقو کسانو لپاره ځانګړې کميټه لرو هغه کسان په نښه کيږي چې اړمن وي، پر موږ دا توپیر نه کوي چې دا د تير حکومت د يو کس کورنۍ ده او يا دا زموږ د مجاهدينو کورنۍ غړی دی، ټولو ته مرستې رسيږي موږ دغه ادعاوي ردوو.»

بلخوا د ارزګان په مستوفيت رياست کې يوې دولتې سرچينې اطلاعات روز ته وويل د هندوستان لخوا مرسته شوي غنم هغه کسانو ته ورکول کيږي چې په حکومت کې واسطه ولري.

په ارزګان کې پر داسې مهال خلک د بشري مرستو په برخه کې د فساد ادعا کوي چې له افغانستان سره بهرنۍ مرستې ټولې د غير دولتي موسساتو لخوا اړمنو کورنيو ته ويشل کيږي او مرسته کوونکو سازمانونو ډير ځله ټينګار کړی دی چې افغانانو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي خو طالبانو ته به هيڅ کله سپين چيک ور نه کړي.

خلک په داسې مهال د مرستو ترلاسه کولو غوښتنه کوي چې د خوړو نړیوال پروګرام یا ‘«WFP» وایي، د افغانستان اقتصاد د دړې وړې کېدو په حال کې دی او په داسې حال کې چې ژمی را روان دی، په دې هېواد کې لوږه هم په زیاتېدو ده.

د خوړو نړیوال پروګرام دا خبره پرون دوشنبه (د لړم ۲۴مه) په یوه ټویټ کې کړې او ویلي یې دي چې د دې پروګرام خواړه به د هغو میلیونونو افغان کورنیو د ژغورنې یوازینۍ لاره وي چې راروان ژمی له لوږې سره مخامخ دي.