محصل

جلال‌اباد ښار کې یو محصل په ډزو وژل شوی

اطلاعات روز: د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې یو محصل په ډزو وژل شوی دی.

یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن (چهارشنبه، ۲۶ د لړم) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره شپه د جلال اباد ښار د شپږمې ناحیې اړوند «خالص فامیلو» سیمه کې یو محصل د ناپیژنده وسله والو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

سرچینې زیاته کړه وژل شوی محصل سمیع شیرزاد نومیده چې تازه د ننګرهار د کمپوټرساینس پوهنځي څخه فارغ شوی و.

د وژل شوي محصل کورنۍ ویلي له هیچا سره یې شخصي دښمني نه درلوده او نه پوهیږي چې د کورنۍ غړی یې ولې او د چا له خوا وژل شوی دی.

په دې وروستیو کې جلال اباد ښار کې مرموزې وژنې زیاتې شوي دي.

د یادې پېښې په اړه د ننګرهار امنیتي چارواکو تراوسه څه نه دي ویلي او نه هم د یادې پېښې مسوولیت چا منلی دی.