خوارځواکه ماشوم

«۱۴ میلیونه افغان ماشومان لوږې او له یو میلیون زیات خوارځواکه ماشومان له مرګ سره مخ دي»

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو صندوق (یونېسف) وایي، افغانستان کې له وچ ژمي او کمزوري حاصل وروسته، وچکالي او د خوړو نه خوندیتوب دوام لري.

نن (شنبه، ۲۹ د لړم) د ماشومانو نړیواله ورځ ده. یونېسف پر خپلې فیسبوکپاڼې د افغان ماشومانو حالت خورا نازک او کړکېچن یاد کړی دی او زیاته کړې یې ده چې په داسې یو حالت کې څنګه کولی شي چې د افغان ماشومانو جشن ونیسي.

یونېسف په دوام کې خبرداری ورکړی چې له یو میلیون زیات افغان ماشومان ښایي له سختې خوارځواکۍ له امله خپل ځانونه له لاسه ورکړي، خو زیاتوي که یې درملنه وشي، داسې کوم څه به پېښ نه شي.

له ماشومانو د ملاتړ دې نړیوالې ادارې دغه راز ویلي چې لږ تر لږه ۱۴ میلیونه نور افغان ماشومان خوړو لپاره کافي خواړه نه لري.

یونېسف خپله فیسبوکپاڼه توره کړې او ویلي یې دي چې دا کار یې د افغان ماشومانو ملاتړ جلبولو لپاره کړی، څو نړیوالو ته د افغان ماشومانو دغه حالت منعکس او د دې انساني کړکېچ مخنیوی وکړي.

یونېسف لیکلي: «نن افغانستان کې د ماشومانو جشن نیونه سخته ده. د یونیسف لنډمهالي استازي الیس اکونګا وویل: د خپلو ډیجیټالي پلټ‌فورمونو په ټړلو سره، له خپلو مرستندویانو غواړو چې د افغانستان له ماشومانو ملاتړ وکړي.»