ننګرهار

ننګرهار کې د مخکیني حکومت د ځانګړو ځواکونو یو سرتېری وژل شوی

اطلاعات روز: د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د یو وسله وال برید پر مهال د ځانګړو ځواکونو یو سرتیری وژل شوی دی.

یوې ځایي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط نن (شنبه، ۲۹ د لړم) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تېر ماښام ناڅرګنده وسله والو د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند «مجبور اباد» سیمه کې د مخکیني حکومت د ځانګړو ځواکونو پر یو سرتیري ډزې کړي چې پر مهال یې نوموړی وژل شوی دی او عاملین یې تښتیدلي دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې وژل شوي کس د تیر حکومت پرمهال د ملی امنیت په ځانګړو ځواکونو کې دنده ترسره کړې وه.

تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی او نه هم د ننګرهار ولایتي ادارې په دې اړه رسنیو ته څه ویلي دي.