پکتیا حوزوي روغتون

پکتیا حوزوي روغتون کې د درملو خورا کمښت؛ خلک یې له شخصي درملتونو اخلي

خبریال: حبیب الله سراب

د پکتیا حوزوي روغتون چې د دې ولایت سربېره ورته له پکتیکا او ځینو نورو سیمو هم ناروغان راړول کیږي، که څه هم د طالبانو په راتګ ورته په لومړیو کې د ناروغانو مراجعه کمه وه، خو اوس لیدل کیږي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ کسان د درملنې په موخه د روغتون دننه انتظار کوي. 

په دې روغتیايي مرکز کې هغه ستونزه چې په تېر نظام کې هم ناروغان ورسره مخ و، د درملو کموالی دی.

روغتون ته راغلي ناروغ لرونکي وايي، روغتیاپالان شته، خو کافي درمل په کې نشته، دوی له نړیوالو روغتیايي موسساتو غوښتنه کوي، تر څو د دې حوزوي روغتون سربېره د پکتیا په لرې پرتو ولسوالیو کې هم روغتیايي مرکزونو ته درمل او نور اړین مواد واستوي.

د مرکز ګردېز اوسېدونکي ګل کریم اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې درې ورځې وړاندې یې روغتون ته ناروغ راوړی، خو تر اوسه یې ټول درمل له بهره په شخصي درملتون کې ورته اخیستي دي.

هغه وویل: «دلته ما درې ورځې کیږي، چې یو ماشوم بستر کړی، که هر ډول درمل پکار شي، ډاکټر راته نسخه ولیکي او له باندې شخصي دواخانو یې ورته راوړم، نو په دې ملکي روغتون کې نورې ستونزې نشته، خو چې د درملو د کمبود غم یې وخوړل شي، ځکه خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او نه شي کولی، چې په پیسو درمل واخلي.»

په دې روغتیايي مرکز کې هغه ستونزه چې په تېر نظام کې هم ناروغان ورسره مخ و، د درملو کموالی دی.

د سیدکرم ولسوالۍ اوسېدونکی راز محمد هم د پکتیا حوزوي روغتون ته ناروغان راوړي و، هغه وویل، چې په روغتون کې ټول ډاکټران او نرسان موجود دي، خو د روغتون په درملتون کې اړین درمل نشته.

هغه وايي، که حالت همداسې دوام وکړي، خلک مجبور دي، چې خپل ناروغان د ملکي روغتون په ځای شخصي روغتونونو ته انتقال کړي.

راز محمد داسې وايي: «یو ناروغ مې بستر ده، یو ماشوم مې نن روغتون ته راوړ او زه خپله هم ناروغ یم، نو دلته ټول پخوان‎ي ډاکټران او نرسان شته، ولې ستونزه دا ده، چې کوم درمل ناروغ ته پکاریږي، هغه مجبور یو ورته له شخصي دواخانو راوړ، نو زمونږ اندېښنه دا ده، چې خدای مه کړه، که دا حالت همداسې دوام وکړي، نو نه به روغتون کې ډاکټر پاتې شي او نه به هم څوک بیا دولتي روغتونونو ته ناروغان راوړي.»

د دې ستونزو په وړاندې کولو سره بیا محمد رووف اطلاعات روز سره په خبرو کې له نړیوالو روغتیايي موسساتو غوښتنه وکړه، چې د پکتیا حوزوي روغتون او په ولسوالیو کې نورو روغتیايي مرکزونو ته درمل او نور امکانات ولېږدوي.

نوموړی وايي: «زمونږ غوښتنه له نړیوالو موسساتو او په دې برخه کې چې کومې ادارې همکاري کوي دا دی، چې دوی باید د خلکو ستونزو ته په کتو، د پکتیا حوزوي روغتون او همدا شان په ولسوالیو کې کلینکونو او نورو مرکزونو ته درمل، د سون توکي او نور اړین امکانات وړاندې کړي.»

د سیدکرم ولسوالۍ اوسېدونکی راز محمد هم د پکتیا حوزوي روغتون ته ناروغان راوړي و، هغه وویل، چې په روغتون کې ټول ډاکټران او نرسان موجود دي، خو د روغتون په درملتون کې اړین درمل نشته.

په همدې حال کې بیا د حوزوي روغتون ډاکټران وايي، د پخوا په څېر په عادي ډول خپلو دندو ته راځي او د ناروغانو لپاره روغتیايي چوپړونه وړاندې کوي.

په دې اړه د پکتیا حوزوي روغتون ډاکټر سید ابراهیم وویل: «لومړیو کې وضعیت لږ څه غیر نورمال و، خو اوس بیرته ټول پرسونل راغلی او د ناروغانو تداوي په عادي ډول په مخ وړي، د دې ترڅنګ د معاشونو ستونزه مو هم تر یو بریده هواره شوې ده، نو داسې کوم لوی مشکل چې ډاکټران یا ناروغان ورسره مخ وي، نه دی رامنځته شوی.»

د پکتیا ولایت د عامې روغتیا رییس وايي، د ځینو نړیوالو موسسو پر مټ یې په روغتیايي مرکزونو کې تر ډېره د درملو، روغتیايي کارکوونکو ته د معاشونو او د ژومي لپاره د سون توکو اړتیا پوره کړې ده.

د نوموړي په وینا چې له یونیسیف موسسې سره یې د دریو میاشتو لپاره قرارداد کړی، تر څو روغتیايي کارکوونکو ته تنخواوې ورکړي.  

حوزوي روغتون کې د درملو کموالي له امله خلک اړ دي چې بېرون یې په شخصي درملتونونو کې واخلي.

صدرالدین عزام د پکتیا ولایت د عامې روغتیا رییس: «تاسو ته مالومه ده، چې څه موده وړاندې ځینو همکاره موسساتو د پکتیا له حوزوي روغتون او د دې ترڅنګ له نورو روغتیايي مرکزونو سره د درملو او نورو توکو همکاري وکړه، همدا شان که ووایو، چې له یونیسیف موسسې سره مو هم تر راتلونکې جنوري پورې قرار داد لاسلیک کړی، چې ټولو ډاکټرانو ته به معاشونه ورکوي.»

د روغتیا رییس صدرالدین عزام زیاته کړه، چې د پاتې ستونزو د هواري لپاره یې هم هڅې پیل کړې، تر څو د روغتیا برخه کې اوسنۍ ټکنی حالت سم او په عادي ډول په مرکز او ولسوالیو کې خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

د پکتیا ولایت د عامې روغتیا رییس وايي، د ځینو نړیوالو موسسو پر مټ یې په روغتیايي مرکزونو کې تر ډېره د درملو، روغتیايي کارکوونکو ته د معاشونو او د ژومي لپاره د سون توکو اړتیا پوره کړې ده.

هغه وايي: «له مونږ سره د روغتیا په برخه کې ځینو نورو موسساتو هم ژمنه کړې، چې همکاري به کوي، نو پوره هڅه کوو، تر څو خلکو ته ښه خدامات وړاندې کړو اووکولی شو، چې اوسنۍ ستونزې چې ورسره مخ یو، حل کړو او خدامات مو عادي او لا ښه شي.»

په تېر کې به د پکتیا حوزوي روغتون ته له بېلابېلو سیمو نه یوازې ناروغانو مراجعه کوله، بلکې د جګړو له امله به ورته ګڼ ټپیان هم راوړل کېدل، خو اوس د روغتون ډاکټران وايي، مراجعین یې زیاتره موسمي ناروغان دي.