اطلاعات روز: د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، تورخم ښارګوټي کې یې د نشهیي توکو د قاچاق په تړاو یو تن نیولی دی.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت نن (دوشنبه، ۱ د لېندۍ) پر خپل ټوېټر د دې خبر په خپرولو سره ویلي، چې دغه کس ۷۹ کیلو ګرامه چرس، ۱۶ کیلوګرامه ښیښه او ۱۴ کیلو ګرامه هیرویین په یوې لارۍ کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي ول.
یاد وزارت ویلي، چې تورن غوښتل دغه نشهیي توکي بهر ته قاچاق کړي چې د طالبانو د سرحدي پولیسو له خوا کس نیول شوی او توکي یې ضبط شوي دي.
واک ته د طالبانو په راتګ سره دا لومړی ځل دی چې طالب وسله وال په دې ښارګوټي کې مخدره توکي او په تور یې کس نیسي.