ابودوجانه

د سوېل‌لوېدیځ زون د پولیسو اکاډمي د جنرال عبدالرازق پر ځای د هغه د وژونکي په نوم شوه

اطلاعات روز: طالبانو په کندهار کې د سوېل لوېدیځ زون لپاره د پولیسو روزنیز مرکز د جنرال عبدالرازق څخه ابودوجانه ته بدل کړی. ابودوجانه د طالبانو هغه نفوذي کس و چې جنرال رازق یې ترور کړ.

دغه روزنځي کې د کندهار، هلمند، ارزګان، زابل او دایکندي ولایتونو پولیس او افسران روزل کېدل.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعات امر شمس الله صمیم اطلاعات روز ته نن (دوشنبه، ۱ د لیندۍ) وویل، د دغې اکاډمۍ نوم یې د یادې اکاډمۍ د مسوولینو په غوښتنه بدل کړی دی.

شمس وایي د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا د تیرې یکشنبې په ورځ ناوخته نوې لوحه چې ابودوجانه نوم پر لیکل شوی و، ولګوله.

ابودوجانه هغه کس و چې د ۱۳۹۷ لمریز کال د تلې میاشتې په ۲۶مه یې په کندهار ولايت مقام کې له يوې غونډې وروسته چې په کې د دغه ولایت د امنيتي چارواکو تر څنګ د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم ګډون درلود، په يوه وسله وال بريد کې د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق او د دغه ولايت د ملي امنيت رييس جنرال عبدالمومن حسين خېل ووژل او د والي زلمي ويسا په ګډون یې يو شمېر کسان ټپيان کړل.

د یاد ښوونیز مرکز د نوم په بدلیدو سره پر ټولنیزو رسنیو یو شمیر غبرګونونه هم راپورته شوي دي خو تراوسه د جنرال رازق د کورنیو غړو په دې اړه څه نه دي ویلي.