بوریس جانسون

طالبانو له دوی سره د تعامل په اړه د برتانیا دریځ هرکلی کړی

اطلاعات روز: طالبانو د برتانیا د لومړي وزیر بورېس جانسن د هغه دریځ هرکلی کړی چې ویلي یې دي باید طالبانو سره تعامل وشي.

د طالبانو ویاند او د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد پر خپل ټوېټر لیکلي چې دوی د برتانیا دغه دریځ ستایي.

د برتانیا لومړي وزیر بورېس جانس د دې هېواد د پارلمان په یوې غونډه کې ویلي چې په افغانستان کې د بشري ناورین د ژورېدو د مخنیوي او د افغان ولس ملاتړ له پاره باید بريتانیا طالبانو سره اړیکي وپالي.

ښاغلي مجاهد د خپل ټوېټ په دوام کې لیکلي چې طالبان د برتانیا په شمول له ټولو هېوادونو سره د مشروع تعامل حمایت کوي او ځان ټولو تعهداتو ته ژمن بولي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون شنبه متحده عربي اماراتو کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیست.

له دې وراخوا که څه هم د پاکستان، چین، روسیې، ازبکستان، ایران او ترکمنستان هېوادونو سفارتونه کابل کې فعال دي، خو لا یو هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.