وژل شوی

ننګرهار کې وسله‌والو دوو بېلو پېښو کې یو دولتي کارمن او یو ریکشاچلوونکی وژلي

اطلاعات روز: د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې په دوو بیلابیلو پېښو کې دوه تنه وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

یو عیني شاهد د نوم نه خپرولو په شرط نن (سه‌شنبه، ۲ د لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تیر ماښام د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند «چرګانو مارکیټ» ته څیرمه د یو وسله وال برید پرمهال د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست یو کارمن «خیبر ایوبي» وژل شوی او یو بل ملګری یې ټپي شوی دی.

یوې بلې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په ورته مهال تیر مازدیګر ناوخته د جلال اباد ښار اتمه ناحیه کې ناپيژنده وسله والو پر یو ریکشا چلوونکي ډزې کړي چې پر مهال یې ریکشا چلوونکی وژل شوی او ریکشا یې وسله والو غلو تښتولې ده.

سرچینې زیاته کړې چې د پېښې عاملین له سیمې تښتېدلي دي.

تراوسه د یادو پېښو مسوولیت چا نه دی منلی.