پکتیا

طالبانو پکتیا کې یو تن د غلا په تور په ډزو وژلی

اطلاعات روز:  طالبانو د پکتيا په احمدآبا ولسوالۍ کې د غلا په تور يو تن په ډزو و ژلی دی.

 تېره شپه ناوخته (دوشنبه، ۱ د لېندۍ) د پکتيا ولايت احمدابا ولسوالۍ په «سورسنګ» سيمه کې د سپين ګل په نوم يو تن د غلا په تور هغه مهال په ډزو وژلی، چې له طالبانو سره يې مقاومت کاوه.

د دې ولايت د اطلاعاتو او کلتور ريس خالقيار احمدزي اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې سپين ګل په احمدآبا ولسوالۍ کې مشهور غل او زورواکی و او په خبره يې چې د تېر نظام  پرمهال يې هم په لويو لارو کې له عامو خلکو  پيسې او موټرې تښتولې وې.

احمدزي زياته کړه، چې له وژل شوي کس يو ميل وسله هم د نظامي کسانو لاسته ورغلې ده.

د طالبانو له راتګ وړاندې د غلاو او نورو جنايي جرمونو له امله په احمدآبا ولسوالۍ کې د شپې له خوا ګرځېدل خورا ستونزمن و او ډېر کله به ترې د نا امنیو راپورونه ورکول کېدل.