اطلاعات روز: د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د «Cpharm» په نوم کمپنۍ سره یې هوکړه کړې چې افغانستان کې د چرسو پروسس یوه فابریکه جوړه کړي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي نن (چهارشنبه، ۳ د لېندۍ) په یو شمېر ټوېټونو کې ویلي چې د Cpharm کمپني غواړي په افغانستان کې چرسو د پروسس کارخانه جوړه کړي.
د هغه په وینا په همدې اړه تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت نشهیي توکو سره د مبارزې معینیت د دې کمپنۍ له نماینده سره وکتل.
ښاغلي خوستي ویلي چې په دې کارخونه کې به له چرسو درمل او یو ډول کریم جوړېږي.
هغه لیکلي: «د Cpharm کمپني غواړي په افغانستان کې د چرسو د پروسس کمپني جوړه کړي چې ورسره به په هیواد کې چرس یواځې همدې کمپنۍ ته ورکول کيږي چې دوی ترې دوا او یو ډول کریم جوړوي.»
د طالبانو کورنیو چارو وزارت د ویاند په وینا چې افغانستان کې په ۲۰ زره جریبه ځمکه چرس کرل کېږي خو د Cpharm استازي ورته ویلي چې دوی ۳۰ زره جریبه چرسو ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړې چې پر دې کارخونې دغه کمپنۍ غواړي د ۴۵۰ ملیون ډالره پانګونه وکړي.
ښاغلي خوستي په دوام کې لیکلي چې د Cpharm سره د قرارداد ټول مراحل بشپړ شوي او په لنډو ورځو کې به دا پروژه رسما پيل شي چې ورسره به ګڼ شمیر هيوادوالو ته کار پيدا شي.