مڼې

د ارزګان باغ‌لرونکي: سږکال د مڼو حاصلات ډېر خو عايد یې تر بل هرکال لږ ول

اطلاعات روز: ارزګان د هېواد هغه ولايت دی چې د مڼو باغونه په کې زيات دي او ډير خلک له همدې لارې خپلې د ژوند چارې سمبالوي.

د ارزګان چوره، خاص ارزګان او چنارتو هغه ولسوالۍ دي چې د ارزګان د بلې هرې سیمې په پرتله په کې زيات د مڼو باغونه شته او ځمکه لرونکي لاهم هڅې کوي چې نوي د مڼو باغونه جوړ کړي.

د ارزګان د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي د تيرو کلونو په پرتله سږ کال په ارزګان کې ۸ سلنه د مڼو عايد ډير شوي دي.

د ارزګان د کرنې او مالدارۍ ریاست د اطلاعاتو مشر قدرت‌الله حميدي نن (چهارشنبه، ۳ د لېندۍ) اطلاعات روز ته وويل، په دغه ولايت کې لا هم خلک بوخت دي، څو د مڼو نوي بڼونه جوړ کړي.

هغه وايي: «د ارزګان په چوره، خاص ارزګان او چنارتو کې هر کال موږ پرېمانه د مڼو حاصلات ترلاسه کوو په نورو کلونو کې لږ د مڼو باغونه کرل کيدل خو سږکال باغ لرونکو دغې برخې ته خاصه پاملرنه کړې ده، ډير باغونه يې جوړ کړي دي چې زموږ د مڼو حاصلات هم د نورو کلونو په پرتله ۸ سلنه زيات شوي دي او هېله لرو چې په راتلونکي کلونو کې نور هم زيات شي ځکه اوس هم ځمکه لرونکي بوخت دي او نوي باغونه جوړوي.»

په ورته مهال د مڼو باغ لرونکي وايي، د دولت نه پاملرنې له امله يې د توليد شوو حاصلاتو څخه په ډيره ټيټه کچه عايد ترلاسه کړي دي.

د مڼو يو تن باغ لرونکي سيدجان اطلاعات روز ته وويل، اساسي ستونزې يې د مڼو لپاره د سړخونو نشتون، کمزوری بازار او د پالنې او روزنې په برخه کې نه تجربه ده.

هغه وايي: «سږکال زموږ د مڼو حاصلات ډير ښه ول، موږ زياتې خوارۍ هم ورسره کښلي دي خو عايد يې بیخي لږ موږ ته په لاس راکړل، که ووايمه تر بل هر کال سږکال زموږ د مڼو عايد کم وه زموږ مڼې زموږ په باغونو کې خوسا شوي ځکه پاملرنه ورته نه کيږي مارکيټ نه لرو، سړې خونې نه لرو په پالنه او روزنه يې سهي نه پوهيږو. تراوسه دولت زموږ سره هيڅ مرسته نه ده کړې باید زموږ سره مرستې وشي.»

د کرنې رياست مسوولين هم د دغو باغ لرونکو شته ستونزې پر ځای ګڼي. د ارزګان د کرنې او مالدارۍ رياست د اطلاعاتو مشر قدرت الله حميدي وايي، د لارو بنديدو له امله د مڼو عايد کم شوي دي او له تجارانو غوښتنه کوي چې په باغونو کې دې مڼې له دهقانانو څخه واخلي ترڅو د خرابيدو مخه يې ونيول شي.

دی وايي د کرنې رياست هڅه کوي چې د مڼو د باغ لرونکو شته ستونزې حل کړي.

د هغه په وینا: «رشتيا هم چې د مڼو د عايدو په ترلاسه کولو برخه کې موږ د ستونزو سره مخ وو، څو لاملونه لري لویې لارې تړلې وي، سړې خونې دلته نشته، موږ له تجارانو غواړو چې د مڼو د باغ لرونکو څخه دې حاصلات هم هلته په باغونو کې واخلي ترڅو د خوسا کيدو مخه يې ونيول شي تمه لرو چې ټولې هغه لارې چې تجارت ورباندې کيږي هغه خلاصې شي او د سړو خونو د جوړيد په برخه کې موږ د بیلابیلو موسیساتو سره خبرې روانې کړي دي، انشالله دغه ستونزې به موږ حل کړو. د کرنې رياست په ټول توان هڅه کوي چې په دې برخه کې د کروندګرو سره مرستې وکړي او هيله لرو چې راتلونکې کلونه زموږ د مڼو حاصلات نور هم زيات شي ترڅو زموږ باغ لرونکي پر پښو ودريږي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې په ارزګان کې کروندګرو اومه محصولات د اقتصادي ستونزو له امله په ښار کې پلورل او د کرنې رياست مسولينو په وینا په دې برخه کې تيرو جګړو او وچکالۍ په دغه ولايت کې د انارو حاصلاتو ته په لوړه کچه کې زيان رسولی و.

ځمکه لرونکي تل د کرنې پر رياست نيوکې کوي چې د زراعتي وسايلو تخنيکي مرستې هغه کسانو ته ورکوي چې اړتيا ورته نه لري او په سمه توګه ورڅخه استفاده نه کوي.

کروندګر وايي که د کرنې په برخه کې د تخنيکي وسايطو مرسته ورسره وشي او د دوی روزنه په سمه توګه وشي د کرنې په هر برخه کې به د حاصلاتو کچه لوړه شي.