ننګرهار

جلال‌اباد ښار کې ماین چاودنې درې کسان ټپيان کړل

اطلاعات روز: د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنې درې تنه ټپیان کړي دي.

یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن (پنجشنبه، ۴ د لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن سهار وختې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند «قصبې» سیمه کې په یو ریکشا کې ځای پرځای شویو چاودیدونکو توکو چاودنه کړې، چې له امله یې درې تنه ټپیان شوي دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې چې د ټپيان هویت مالوم نه دی خو په ورته مهال د ننګرهار د سیمه ییز روغتون یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د یادې چاودنې له ځایه یې روغتون ته یو تن ټپي وروړل شوی دی.

تراوسه د یادې چاودنې مسولیت چا نه دی منلی او هم ولایتي چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه ویلي دي.