ریکشا

جلال‌اباد ښار کې درې داعش وسله‌وال خپل ماین چاودنه کې وژل شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت مرکز جلال‌اباد ښار کې درې داعش وسله وال د خپل ماین چاودنه کې وژل شوي دي.

یوې باوري امنیتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط نن (پنجشنبه، ۴ د لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن سهار شاوخوا پنځه نیمې بجې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند «قصبې» سیمه کې درې داعش وسله وال د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي او یو بل یې ټپي شوی دی.

د سرچینې د مالوماتو له مخې چې یادو داعشیانو په یوه ریکشا کې چاودیدونکي توکي ځای پرځای کړي ول او غوښتل یې چې په یو مهم ځای کې ورته چاودنه ورکړي، خو د کشفي مالوماتو پر اساس هدف ته تر رسیدو وړاندې پرې یادو چاودیدونکو توکو چاودنه کړې ده.

 د ننګرهار د سیمه ییز روغتون یوې سرچینې هم اطلاعات روز ورځپاڼې ته منلې، چې د نننۍ چاودنې له ځایه روغتون ته یو تن ټپي وروړل شوی دی.

تراوسه د یادې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.