ذبیح‌الله مجاهد: د نجونو ښوونځي اسلامي اصولو سره سم میکانېزم جوړېدو سره پیلېږي

اطلاعات روز: د طالبانو ویاند او د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد نجونو ته ډاډ ورکړ چې ښوونځي به یې پیل شي.

ښاغلي مجاهد نن (پنج‌شنبه، ۴ د لېندۍ) د کابل لویدیځ کې د طالبانو پر ملاتړ د خلکو غونډه کې وویل، چې دوی د اسلامي اصولو او ملي ګټو سره سم د یو مېکانېزم جوړولو په هڅه کې دي او ډاډ یې ورکړ چې د نجونو ټول ښوونځي او تعلیمي مرکزونه به پیل شي.

ښاغلي مجاهد په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان یو نوي فصل کې دی چې د ملت مرستې او همدلۍ ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه: «کوم وضعیت چې اوس مخکې راغلی، د ټولو په ګټه دی.»

ښاغلي مجاهد دغه راز وویل چې طالبان د هیچا غچ پسې نه دي او د دوی وسله وال هڅه لري څو د هېڅ وطنوال حیثیت او عزت و نه تروړل شي.

له طالبانو د ملاتړ په دې غونډه کې د خلکو په استازۍ دوکتور جعفر مهدوي پر امریکا غږ وکړ چې د افغانستان د خلکو پانګه دې ازاده کړي او افغانستان سره دې خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې پیاوړې کړي.