پکتیا

د پکتیا اوسېدونکي: د ښځینه کارمندانو او برښنايي وسایلو کموالي د پاسپورټ ویش ټکنی کړی

اطلاعات روز: د نومبر په څوارلسمه د ځینو نورو ولایتونو سربېره پکتیا کې هم له ځنډ وروسته د پاسپورټ ویش لړۍ پیل شوه، خو د کابو دوو اونیو په تېرېدو لیدل کیږي، چې لاهم سلګونه کسان د پاسپورټ مدریت مخې ته په اوږدو کتارونو کې ولاړ دي.

دا پروسه په لومړیو کې له بې نظمیو سره مخ وه، خو ورته د مهال ویش له ټاکل کېدو وروسته په دې برخه کې شته ستونزې تر یو بریده هوارې شوې دي.

د پاسپورټ اخیستلو په موخه راغلی د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالمالک خوښ دی، چې په دې برخه کې د فساد او اړیکو پاللو مسله تر ډېره هواره شوې، خو ګڼې ګوڼې ته په کتو غوښتنه کوي، چې د بایومټریک ماشینونو او کارمندانو شمېر دې زیات شي.

نوموړي وویل: «نن زمونږ د زرمت ولسوالۍ او مرکز ګردېز د بایومټریک نوبت و، په لومړي ځل چې مونږ راغلو، نو ډېره سخته ګډوډي وه، اوس چې تقسیم اوقات جوړ شوی، نو دا پروسه یو څه منظمه شوې ده، هیله ده، چې دې برخه کې نور هم خلکو ته اسانتیاوې رامنځته شي.»

دا پروسه په لومړیو کې له بې نظمیو سره مخ وه، خو ورته د مهال ویش له ټاکل کېدو وروسته په دې برخه کې شته ستونزې تر یو بریده هوارې شوې دي.

د مرکز ګردېز اوسېدونکي عبدالله اطلاعات روز سره په خبرو کې د دې پروسې د ځنډ لامل د کارمندانو او بایومټریک ماشینونو کموالی بولي او وايي، د سلګونه کسانو لپاره یوازې دوه ماشینونه فعال دي، چې نه شي کولی په کم وخت کې د زیاتو مراجعینو بایومټریک ترسره کړي.

هغه وايي: «تاسو ولیدل، چې د بایومټریک لپاره ګڼ کسان انتظار کوي او دلته په یوه خونه کې د ښځو او نارینوو لپاره فقت دوه د بایومټریک ماشینونه موجود دي، چې هره ورځ ډېر کم کسان دا چانس پیدا کوي، چې بایومټریک یې ترسره شي، نو له طالبانو مو غوښتنه دا ده، ترڅو خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.»

د مرکز ګردېز یو بل اوسېدونکي ۲۹ کلن حمزا هم د پاسپورټ اخیستلو لپاره راغلی و، هغه اطلاعات روز ته وویل، که د ښځینه مراجعینو لپاره ښځینه کارمندان وګمارل شي، نو له یو خوا به ګڼه ګوڼه کمه شي او بل به هغوی زیات انتظار او له مشکلاتو سره مخ نه وي.

حمزا په دې اړه وویل: «دلته د ښځینه مراجعینو لپاره ښځنیه کارمندان نشته، چې دې ستونزې نه یوازې ګڼه ګوڼه جوړه کړې بل دلته چې کومې ښځې د پاسپورټ اخیستلو لپاره راځي، نو سخت له مشکلاتو سره مخ وي، دلته باید د ښځو لپاره ځانګړی ځای جوړ شي او هم باید هغه پخواني ښځینه کارمندان را  وغوښتل شي.»

په همدې حال کې بیا د پکتیا ولایت د پاسپورټ مدریت مسوولین وايي، له تېرې یوې اونۍ راهیسې یې د څه کم زر تنو مراجعینو بایومټریک کړی دی.

د دې ادارې مرستیال نور محمد امیري وايي، د ښځنیه کارمندانو نشتون د دوی د کار په وړاندې ستونزه او د ښځینه پاسپورټ اخیستونکو لپاره یې شتون لویه اړتیا بولي.

امیري وویل: «د پاسپورټ اخیستونکو د ځنډ لامل دا نه دی، چې ګواکې دلته خنډونه موجود دي، بلکې مراجعین زیات دي، مونږ په مسلسل ډول او له فساده پاکه پروسه په مخ وړو، د دوی د منظم کولو لپاره مو تقسیم اوقات هم جوړ کړی دی.»

د پکتیا ولایت د پاسپورټ کارمندان بیا له خلک غوښتنه کوي، چې له مهال ویش سره سم دوی ته مراجعه وکړي، د دوی په وینا د مراجعینو د بې نظمیو له امله یې ځینې وخت چارې له ستونزو سره مخ کیږي.

په دې اړه کبیر خان احمدزي داسې وویل: «مونږ له خلکو غوښتنه کوو، چې په خپل توبت راشي، کله چې دوی نوبت مراعت نه کړي، بیا نو زمونږ کارونه هم په ښه ډول په مخ نه وړل کیږي.»

که څه هم په پلازمینه کابل کې د ځینو تخنیکي ستونزو له امله د پاسپورټ ورکړه ځنډېدلې، خو اوس مهال یې د پکتیا سربېره په ګڼو ولایتونو کې د ویش لړۍ روانه ده او  پر مهال یې د هيواد په عوایدو کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.