سرتیری

پکتیا کې د تېر نظام یو سرتیری وژل شوی

اطلاعات روز: د پکتيا ولایت په ځاځي اريوب کې يو ځوان چې په مخکیني نظام کې سرتېری و، وژل شوی دی.

ځایي سرچینې وایي، تېره شپه (چهارشنبه، ۱۰ د لېندۍ) د پکتيا ولايت د ځاځي اريوب ولسوالۍ اړوند «کوز عليسنګي» سيمه کې د ناڅرګنده وسله والو له لوري د تېر نظام د محلي اردو يو تن سرتېری «مصرخان» د خپل کور له مخې په ډزو وژلی دی.

د سيمې يو تن اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي، اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، د تېر نظام وژل شوي سرتيري کومه شخصي دوښمني نه درلوده او اوس بې روزګاره و.

و مو غوښتل چې په دې اړه د پکتيا د امنيتي مسوولينو نظر هم له ځانه سره ولرو، خو بريالي نه شو.

دا په داسې حال کې ده، چې پکتيا کې د بېلابېلو پېښو پرمهال د نامالومو وسله والو له لوري د تېر حکومت دوه ښځينه ښځينه نظامي کارمندان او يو هم د حوزې آمر په ډزو سره وژل شوي و، کېدې پېښو خلک اندېښمن کړي او له مسوولو ارګانونو يې د مخنيوي غوښتنه کوي.