انګور اډه

انګور اډه کې د افغان مساپرو ستونزې؛ پاکستاني پوځیان یې په یوه او بله بهانه د تګ مخه نیسي

خبریال: حبیب الله سراب

په پکتیکا ولایت کې له ګاونډي پاکستان سره د «انګوراډې» پر پوله یو ځل بیا د افغان مساپرو او سوداګرو د تګ-راتګ پر وړاندې د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو له لوري خنډونه ډېر شوي، چې له امله یې یاد هیواد ته د تلونکو افغان مساپرو نیوکې راپارولي دي.

سوداګر، مساپر او کوچیان وايي، له کله راهیسې چې نظام سقوط شوی او طالبان واک ته رسېدلي، د انګور اډې پر پوله پراته پاکستاني سرحدي ځواکونه په یوه او بله بهانه هڅه کوي، چې د تګ مخه یې ونیسي، د دوی په وینا که څوک پېژندپاڼې او قانوني اسناد هم ولري، خو بیا هم پولې ته څېرمه د اوښتلو لپاره په ورځو انتظار کوي.

د کونړ ولایت اوسېدونکی فریدالله چې بار وړونکی موټر چلوي اطلاعات روز ته وویل، چې له تېرو ۱۸ ورځو راهیسې پاکستان ته د تګ لپاره په انګور اډه باندې انتظار کوي، د هغه په خبره، چې ډیری موټر چلوونکي اوس مهال د هوټل او نورو ورځنیو مصارفو پیسې هم نه لري.

فریدالله همدا راز زیاته کړه، چې ډیری خلک شناخت کارت هم له ځانه سره لري، خو پاکستاني پوځیان اجازه نه ورکوي، چې له پولې پورې غاړې تېر شي.

هغه وویل: «اتلس ورځې کیږي، چې دلته په هوټل کې شپې سبا کوم، کله چې طالبان واک ته رسېدلي، نو دلته په انګور اډه باندې د پاکستاني پوځیانو له لوري مشکلات زیات شوي دي، مونږ نور د هوټلونو پیسې هم نه لرو، غوښتنه مو دا ده، چې طالبان دې له پاکستاني حکومت سره خبرې وکړي، تر څو دا ستونزه هواره شي.»

د کونړ ولایت اوسېدونکی فریدالله چې بار وړونکی موټر چلوي اطلاعات روز ته وویل، چې له تېرو ۱۸ ورځو راهیسې پاکستان ته د تګ لپاره په انګور اډه باندې انتظار کوي، د هغه په خبره، چې ډیری موټر چلوونکي اوس مهال د هوټل او نورو ورځنیو مصارفو پیسې هم نه لري.

د ځايي خلکو په خبره، چې اوس مهال په سیمه کې د کوچیانو لسګونه د کور په وسایلو بار تراکتورنه ولاړ دي، چې له هغوی سره ښځې او ماشومان په سړه هوا کې شپې او ورځې تېروي.

دوی له طالبانو غوښتنه کوي، چې د دې ستونزې دایمي حل لپاره باید د یاد حکومت له مسوولو چارواکو سره ناسته ترسره شي، تو څو په راتلونکي کې افغانان له دا ډول مشکلاتو سره مخ نه شي.

د انګور اډې اوسېدونکی شمال ګل وايي، د نورو خلکو ترڅنګ له کډو سره یو ځای کوچیان چې د تګ لپاره ورته د پاکستاني پوځیانو له لوري اجازه نه ورکول کيږي، ښځې او ماشومان یې په اندېښمنوونکي حالت کې شپې او ورځې تېروي.

د هغه په وینا، که افغان حکومت ستونزې ته پر وخت رسېدنه ونه کړي، د کوچیانو ګڼ ماشومان او ښځې به د سړې هوا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

نوموړي داسې وویل: «دلته تر سلو ډېر تراکتور چې د کوچیانو کډې په کې بار دي او غواړي، له کرښې پورې غاړه واوړي، د پاکستان حکومت له لوري ورته اجازه نه ورکول کيږي، له یوې خوا له دوی سره ښځې او ماشومان دي، چې په دې سړه هوا کې یې ژوند ډېر د اندېښنې وړ دی، نو مونږ هیله لرو، چې دې ستونزې ته نوی حکومت پر وخت رسیده ګي وکړي.»

د ځايي خلکو په خبره، چې اوس مهال په سیمه کې د کوچیانو لسګونه د کور په وسایلو بار تراکتورنه ولاړ دي، چې له هغوی سره ښځې او ماشومان په سړه هوا کې شپې او ورځې تېروي.

د دې ستونزې په اړه یو بل موټر چلوونکي ضفر خان ځاځي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې نوموړی له تېرو دوو میاشتو راهیسې له نیمرزو څخه انګور اډې ته سوداګریز توکي لېږدوي، هغه وايي، پر پوله داسې ناروغان هم پراته وي، چې په وخیم حالت کې وي، خو بیا هم له کرښې پورې غاړه پاکستان ته د تګ اجازه نه ورکول کيږي.

هغه زیاتوي، چې ځینې کسان د واڼه په شناختي اسنادو، پیسو او اړیکو کولی شي، چې پر پوله تګ راتګ وکړي، خو د هغه په وینا له دې پرته د تلونکو افغان مساپرو او سوداګرو په وړاندې ګڼې ستونزې موجودې وي او تګ ته په ورځو انتظار کوي.

ځاځي وویل: «دلته له افغانانو سره د پاکستاني پوځیانو له لوري په تګ- راتګ کې دېر زیات ظلم کیږي، باور وکړئ، چې داسې مریضان هم وي، چې سیرون او یا هم پیپونه ورته تېر وي، خو بیا هم اجازه نه ورکول کیږي، خو داسې حلک هم بیا شته، چې په یوه ورځ کې اوړي، هغوی یا پیسې ورکوي، یا اړیکې لري او یا هم د واڼه شناختي کارت لري.»

په همدې حال کې بیا د پکتیکا ولایتي چارواکي هم له انګور اډې سره پر پوله د افغان مساپرو ستونزې تر یو بریده مني، خو وايي، د حل لپاره یې کوټلي ګامونه اخیستي دي.

د دې ولایت د اطلاعات او کلتور ریس بلال حذیفه اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د پکتیکا والي او امنیه قومندان په هڅو یې هغه مساپر او کوچیان اړولي، چې د څو ورځو لپاره پر پوله بند پاتې و.

نوموړي زیاته کړه، چې ولایتي مسوولینو پر انګوره اډه له پاکستاني پوځیانو سره خبرې کړې او هغوی هم ډاډ ورکړی، چې په راتکونکي کې به د دواړو هیوادونو ترمنځ د تلونکو مساپرو او سوداګریزو توکو پر وړاندې خنډونه نه رامنځته کیږي.

خلک وایي، پر پوله داسې ناروغان هم پراته وي، چې په وخیم حالت کې وي، خو بیا هم له کرښې پورې غاړه پاکستان ته د تګ اجازه نه ورکول کيږي.

حذیفه د پکتیکا ولایت د طلاعات او کلتور ریس: «والي صیب او قومندان د امنیه څو ورځې وړاندې هغه افغانان او نور کوچیان چې غوښتل یې له پولې د پاکستان خواته واوړي، دوی انتظار و، خو اجازه نه ورکول کېده، بیا دوی له مقابل لوري سره خبرې وکړي او هماغه خلکو ته د تګ اجازه ورکړل شوه، نو د راتکونکو ستونزه هواري په موخه هم خبرې شوې او د مقابل لوي ځواب مثبت و.»

یوازې د پکتیکا ولایت انګور اډه نه دی، چې پر پوله د پاکستاني پوځیانو له لوري له افغان مساپرو او سوداګرو سره ناسم چلند او د تګ مخه یې ډب کیږي، بلکې د پکتیا ولایت په ډنډپټان، د کندهار سپین بولدک، د خوست ولایت غلام خان بندر او د ننګرهار ولایت په تورخم پولو هم تلونکي افغانان او ملي سوداګر د پاکستان پوله ساتو ځواکونو له لوري