وسلې

پکتیکا کې طالبانو پاکستان ته قاچاق کېدونکې وسله نیولې ده

اطلاعات روز: د پکتیکا ولایت له ولايت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ولایت کې یې د M4 په ګډون هغه وسلې نیولي چې پاکستان ته قاچاقېدلې.

د پکتیکا ولایت له ولايت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پرون سهار (یکشنبه، ۱۴ د لېندۍ) يې د کشفي راپورونو پر اساس د «انګور اډې» په سيمه کې هغه ۳۸ ميله وسله نيولې، چې په قاچاقي ډول ګاونډي پاکستان ته انتقالیدله.

د پکتیکا ولایت د ګمرک مسؤل مولوي سیف الرحمن تائب وايي، نيول شوې وسله له غزني ولايت څخه په يو ډاټسن موټر کې راوړل شوې وه، چې له کشفي راپورونو وروسته د نظامي کسانو له لوري پاکستان ته څېره د انګور په اډه کې ونيول شوه.

د نوموړي په وينا چې په دغو وسلو کې M4 ټوپک، کارملیان، تفنګچې او مرمۍ شاملې دي او په تړاو يې يو تن هم نيول شوې، چې په لومړيو څېړنو کې يې په خپل جرم اعتراف هم کړی دی.

څه موده وړاندې په پکتيا ولايت کې هم د سرحدي ځواکونو له لوري ځينې وسلې نيول شوې وې، چې پاکستان ته قاچاق کېدلې، خلک دا ډول پېښو سخت اندیښمن کړي او له طالبانو په دې پېښو کې ښکېلو کسانو ته د سختې سزا غوښتنه کوي.