کندهار

کندهار لپاره د طالبان والي د درې‌ګونو نوزېږدو د پالنې ټټر وهلی

اطلاعات روز: کندهار لپاره د طالبانو والي محمد یوسف وفا په دې ولایت کې د هغه دریو نویو زېږېدلو ماشومانو د ساتنې او پالنې سینه ډبولې چې پلار یې له غربته روزنې او پالنې ته حیران و.

کندهار کې د احسان الله په نوم د یو کس درې اولادونه پیدا شوي خو وایي د خپلو نویو زیږیدلو اولادونو د ساتنې او پالنې توان نه لري او د خپلو اولادونو د سرپرستۍ په برخه کې یې له ولایتي چارواکو د مرستې غوښتنه کړې وه.

د دوشنبې په مازدیګر مهال د کندهار والي محمد یوسف وفا د نوو زیږیدلو ماشومان د پلار سره لیدلي او د یادو ماشومانو د روزنې په برخه کې ژمنه کړې ده.

کندهار والي محمدیوسف وفا احسان الله ته په یو ځل د دریو ماشومانو د پلار کیدو مبارکي ورکړه او ژمنه یې وکړه چې د یادو ماشومانو د یوه کال مصارفو پر غاړه اخیستلو ترڅنګ به د یادې کورنۍ سره د نغدو پیسو مرسته هم کوي.

کندهار کې پر داسې مهال یو کس د خپلو دریو ماشومانو روزنې ته اندیښمن دی چې په افغانستان کې د سیاسي بدلونو وروسته نړیوالو سازمانونو په دغه هېواد کې د وګړو پر وضعیت اندیښنه ښودلې ده او ډیر شمیر خلک د فقر او غربت له امله د خپلو اولادونو پلورلو ته اړ شوي دي.