فارغې نجونې

پکتیا کې له ښوونځي تازه فارغې نجونې: کانکور لپاره روزنیز پروګرامونه غواړو

اطلاعات روز: پکتيا ولایت کې له ښوونځيو تازه فارغې انجونې کانکور ازموينې ته د چمتوالي په موخه د روزنيز پروګرامونو غوښتنه کوي.

په پکتیا ولایت کې له دولسم ټولګیو تازه فارغې شوې انجونې د طالبانو حکومت له مسوولو ادارو غوښتنه کوي، چې کانکور ازموینې ته د چمتوالي په موخه دې ورته په ښوونځیو کې د زده کړو زمینه برابره کړي.

د دوی په وینا، چې د کرونا وبا او په هیواد کې د سیاسي بدلونونو له امله یې روان کال د زده کړو بهیر له زیاتو خنډونو سره مخ و.

د نسوانو په نوم د انجونو له لېسې فارغه نازدانه وايي، که څه هم د اوږدو رخصتيو له امله يې زده کړې له ځنډ او خنډ سره مخ شوې، خو بيا هم هيله مندي دي، چې کانکور ازموينه کې به ښه نتيجه ورکړي.

هغې وويل: «مونږ نن ډېرې خوشحاله يو، چې د فراغت مراسم ترسره کوو، نو هيله مندي دې ته هم لرو، چې د کانکور لپاره راته پوهنې رياست د اماده ګي پروګرامونه او کورسونه برابر کړي.»

د دوی په وینا، چې د کرونا وبا او په هیواد کې د سیاسي بدلونونو له امله یې روان کال د زده کړو بهیر له زیاتو خنډونو سره مخ و.

د حليمه خزان د انجونو ښوونځي يوه بله زده کوونکې مروا بيا وايي، که د ژمي دريو مياشتو موسم پر مهال ورته د کانکور ازموينې کورسونه برابر نه شي، نو دوی اندېښنه لري، چې راتلونکې ازموينه کې به ښه نتيجه ور نه کړي.

نوموړې وايي: «دا ښه شوه، چې فارغې شو، خو اوس دا اندېښنه لرو، چې راتلونکې کانکور ازموينه کې به مو که اماده ګي و نه ويله، نو شايد ډیری انجونې به د خپلې خوښې پوهنځي ته بريالی نه شي.»

کرونا ویروسي ناروغۍ او د نظام بدلون یوې خوا، خو په ښوونځیو کې د زده کوونکو لپاره د اړینو موادو کموالی بله هغه ستونزه وه، چې زده کړیز بهیر یې ټکنی کړی و، د نسوانو لېسې ښوونکې خالده له تېرو څو کلونو راهیسې په مرکز ګردېز کې د ښوونکي په صفت دنده ترسره کوي، هغه وايي، په تېر نظام کې د پوهنې ریاست په دې ونه توانېده، چې ښوونځیو کې زده کوونکو ته پوره درسي کتابونه او نور وسایل برابر کړي.

هغې په دې اړه اطلاعات روز ته وويل: «دلته په ښوونځيو کې روان کال نه يوازې مونږ له اوږدو رخصتيو سره مخ شو، بلکې ښوونځيو کې به ډیری زده کوونکو کتابچې، درسي کتابونه او نور وسايل نه درلودل، هتا په يو کتاب به درې يا څلورو انجونو په ګډه درس ويلې.»

په همدې حال کې بیا د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست مسوولین ډاډ ورکوي، چې د انجونو د زده کړو په مخ کې به شته ستونزې له منځه وړي او د لا نورو اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره کوټلي ګامونه اخلي.

پوهنې ریس نيک محمد منيب اطلاعات روز ته وويل، چې راتلونکی تعلیمي کال به په دې ولایت کې له خنډ او ځنډ پرته د نارینو ترڅنګ د انجونو په مخ هم د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.

ښاغلی منيب وايي: «د ښوونځيو د بيا پرانيستلو، انجونو ته د ترانسپورت او زده کړيز چاپيريال برابرېدو لپاره له وزارت سره په اړيکه کې يو، تر څو راتلونکی تعليم کال له ځنډ پرته د ټولو انجونو په مخ د ښوونځيو دروازې خلاصې او هغوی په کې خپلې زده کړې پيل کړي.»

د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست مسوولین ډاډ ورکوي، چې د انجونو د زده کړو په مخ کې به شته ستونزې له منځه وړي او د لا نورو اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره کوټلي ګامونه اخلي.

که څه هم پوهنې ریاست د پوهنیز بهیر په وړاندې د شته ستونزو هواري ګامونه اخلي، خو په مرکز ګردېز کې د ښځينه ښوونځیو ځینې ښوونکي بیا وايي، که د معاشونو غم یې و نه خوړل شي، د یادو مشکلاتو حل ناممکن دی.

ښوونکې صبرینا صدیقيوايي: «مونږ د طالبانو له حکومت دا غوښتنه کوو، چې د ښوونکو معاشونه ورکړي، که ښوونکی معاش و نه لري، نو هغه مجبور دی، چې درس ته هم لاړ نه شي، نو همدا تمه لرو، تر څو ژر تر ژره معاشونه توضیح شي.»

په پکتیا کې سږ کال له بېلابېلو ښوونځیو د زرګونه نارینه زده کوونکو په شمول سلګونه انجونې په داسې مهال له دولسم ټولکيو د فراغت سندونه ترلاسه کوي، چې د دې ولایت په زرمت او درې ځدراڼو ولسوالیو کې لاهم د انجونو هیڅ ښوونځی نشته.