زابل والي

زابل کې د طالبانو مرستیال والي: که مرستې و نه شي، لوی بشري ناورین به رامنځته شي

اطلاعات روز: زابل ولایت کې د طالبانو مرستیال والي ملا عبدالخالق عابد خبرداری ورکوي، که د دې ولایت له اوسېدونکو سره مرستې و نه شي، لوی بشري ناورین به رامنځته شي.

ښاغلي عابد دغه خبرې د افغانستان لپاره د «DRC » موسسې له عمومي مشرې الکس او د جنوب زون د مسوول علي المغداد سره په لیدنه کې کړي. هغه ویلي چې تېرو جګړو او وچکالۍ افغانان له بل هر وخت ډېر مرستو ته اړ کړي دي.

والي وویل: «زابل ولایت وچکالۍ او جګړو سخت ځپلی دی چې خلک یې زیات بې وزله او غریبان دي چې د ژمي موسم تر راتګ مخکې باید مرکز او ولسوالیو ته اړینې مرستې ورسیږي، ځکه د ژمي په موسم کې د یو شمېر ولسوالیو لارې له مرکز سره تړل کیږي او خلک د ګڼو ستونزو سره مخامخ کیږي.  او همدارنګه د تېرو جګړو او وچکالۍ له امله د مرکز کلات او ولسوالیو څخه زیاتې کورنۍ بې ځایه شوې دي چې اوس د سرپنا لپاره مناسب ځای نه لري او په دې یخ موسم کې په خیمو کې اوسیږي چې که رسیدګي ورته و نه شي لوی بشري ناورین به رامنځ سي.»

په همدي مهال د راغلي پلاوي په استازولۍ علي المغداد او الکس خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د زابل ولایت د ولسونو په ټولو شته ستونزو خبر دي او ډېر ژر به خپل فعالیتونه لیرو پرتو ولسوالو ته وغځوي او د اړمنو کورنیو سره به اړینې مرستې وکړي.

دوی همداراز وویل، د DRC موسسې له لوري په مرکز کلات او میزانه ولسوالۍ کې د شاوخوا ۲۰۰ کورنیو لپاره د سرپنا د جوړولو پروژه روانه ده چې لنډو ورځو کې به دا لړۍ یو شمېر نورو ولسوالیو ته هم ورسیږي او ۲۰۰ نورو کورنیو ته به هم سرپنا جوړه شي.

مرستیال والي همدارنګه راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې ولایتي اداره د اصولو او قوانینو په چوکاټ کې هر ډول همکاري ته چمتو ده او غوښتنه یې ځینې وکړه چې په زابل کې دې د لومړنیو بشري مرستو تر څنګ بنیادي کارونه وشي، د اوبو بندونه دې جوړ شي، لویې برمې دې ووهل شي او د زراعت په برخه کې دې فعالیتونه زیات شي، تر څو هیواد پر ځان بسیا او خلکو ته د دوامداره کار او کسب زمینه برابره شي.

پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو سره په ټول هېواد کې خلک سخت فقر او غربت سره مخ دي او له نړیوالو غواړي چې ورسره مرستې وکړي.