لوګر پکتیا لویه لار

د لویې پکتیا اوسېدونکي: پر لویو لارو د غلاوو او امنیتي پېښو کچه کمه شوې

خبریال: حبیب الله سراب

جګړه، غلاوې، په ناقانونه ډول د پېسو اخیستل او ځینې نور هغه لاملونه و، چې د تېر حکومت پر مهال په لویو لارو تلونکي مساپر او موټر چلوونکي ورسره لاس او ګرېوان و، خو اوس د کابل-ګردېز او په سویل ختیځ زون کې پر غځېدلو لویو لارو تلونکي خلک وايي، له تېرو شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې له کومې وېرې پرته په همدغو لارو تګ او راتګ کوي.

د کابل – ګردېز لویو لاره، چې په تېر کې نه یوازې د جګړو له امله پرې تګ – راتګ له ستونزو ډک و، بلکې ډېر کله به په همدې لارو کې د غلاو او نورو جنايي جرمونو ګڼې پېښې رامنځته کېدلې، خو اوس خلک وايي، نه یوازې د غلاو کچه راکمه شوې، ترڅنګ یې له جګړو هم د ارام ساه اخیستې ده.

د موټر چلوونکو په وینا چې د هغو غیر قانوني پیسو مخه هم نیول شوې، چې له دې وړاندې به له باروړونکو موټر چلونکو په یو او بل نوم اخیستل کېدې.

د پکتیا اوسېدونکی سحر ګل وايي، پخوا چې به له ګردېزه کابل ته روان و، نو ډېر کله به په لوګر کې د جګړو سره مخ کېده او ساعتونه انتظار به یې کاوه، خو د هغه په وینا چې اوس له وېرې پرته د شپې هم تګ راتګ کولی شي.

نوموړی وايي: «مونږ پخوا له مازدیګر وروسته د کابل-ګردېز او ګردېز- خوست ترمنځ له دې امله تګ ته زړه نه ښه کاوه، چې لارو ته به غله راوتل او یا به هم په لوګر کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه وه، نه یوازې زمونږ ژوند په خطر کې و، بلکې په کاروبار مو هم منفي اغېز شوی و.»

د موټر چلوونکو په وینا چې د هغو غیر قانوني پیسو مخه هم نیول شوې، چې له دې وړاندې به له باروړونکو موټر چلونکو په یو او بل نوم اخیستل کېدې.

موټر چلوونکی جمیل بیا اطلاعات روز ته وايي، د ګردېز – کابل او ګردېز – خوست ترمنځ په لویه لاره کې نه یوازې له امنیتي پېښو سره مخ کېدل بلکې ډېر کله به په امنیتي پوستو کې ترې په ناقانونه ډول پيسې هم اخیستل کېدې.

هغه داسې وویل: «په دې لارو امنیتي مشکلات یوې خوا، چې مونږ ورسره مخ و، بلکې د پوستو له لوري به په هر ځای کې سل، ۵۰۰ او یا له دې ډېرې پیسې په غیر قانوني ډول له مونږ اخیستل کېدې، اوس دغه ستونزه هواره شوې ده، هیله ده مسوول کسان د دې لارو لا ښه امنیت تامین کړي.»

د غزني ولایت اوسېدونکی رحمان ولي، چې د بار وړونکي موټر ډرېور دی، هغه خوښ دی، چې په لارو کې د غلاو او نورو خپلسریو مخه نیول شوې، خو اوس وخت کې د طالبانو له خوا د تلې په نوم د زیاتو پیسو اخیستل لویه ستونزه یادوي او وايي، د وزن له کتو پرته له موټر چلوونکو زیاتې پیسې اخیستل کیږي.

ولي په دې اړه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «ټول ډریوران په دې خوښ یو، چې امنیت تامین دی، که شپه وي یا ورځ مونږ خپل کاروبار کوو، خو یوه ستونزه چې اوس د طالبانو په راتګ پیدا شوې، هغه د تلې په نوم د پیسو اخیستل دي، د تلې مسوولین له وزن کتلو پرته له هر چا یو ډول اضافه پیسې اخلي.»

د لارو امنیت ساتنې لپاره په دندو ګمارل شوي طالب ځواکونه بیا وايي،  ژمن دي، چې په پوره توان د خلکو د سر او مال ساتنه وکړي.

په سویل ختیځ زون په کې د ۲۰۳ منصوري قل اردو قومندان محمد ایوب خالد اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، د دې زون د اوو ولایتونو ترمنځ په غځېدلو لویو لارو کې یې کافي سرتیري ځای پرځای کړي او د لا ښه امنیت تامین په موخه سیارې ګزمې هم لري.

قومندان ایوب وايي: «مونږ په بامیانو، لوګر، پکتیکا، پکتیا، خوست، غزني او ورګو ولایتونو کې لوا لرو، هلته د لارو امنیت لپاره بیا کنډکونه جوړ شوي، د دغو ولایتونو د لویو لارو امنیت ساتنې لپاره ځانکړي ځواکونه ګمارل شوي، هغوی شپه او ورځ هڅه کوي، چې د هر ډول امنیتي مشکلاتو مخه ونیسي، سیارې ګزمې ترسره کوي او خلکو ته ډاډ ورکوي، چې پوره امنیت به تامینوو.»

په همدې حال کې د لارو امنیت ساتنې لپاره په دندو ګمارل شوي طالب ځواکونه بیا وايي،  ژمن دي، چې په پوره توان د خلکو د سر او مال ساتنه وکړي.

۲۸ کلن ذبیر همت د کابل – ګردېز ترمنځ په تېرې کوتل سیمه کې د لارې امنیت ساتنه کوي، هغه وايي، دوی شپه او ورځ هڅه کوي، چې امنیت ټینګ کړي، تر څو خلک په ډاډه زړه کابل او نورو ځایونو ته تګ- راتګ وکړي.

همت وویل: «الحمد الله مونږ دلته په ډېر شوق د لارې امنیت ساتنې دنده په غاړه لرو او خلکو ته هم دا ډاډ ورکوو، چې له وېرې پرته شپه او ورځ کولی شئ، چې په دغو لارو لوګر، کابل او یا له هماغه ځایه پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو ته سفر وکړئ، نو هیڅ ستونزه نشته.»

د کابل – ګردېز ، ګردېز – خوست، ګردېز – پټان او ګردېز – زرمت ترمنځ که څه هم په لویو لارو کې د امنیتي پېښو کچه د پام وړ کمه شوې، خو له طالبانو د خلکو غوښتنه دا دی، چې په یادو لارو کې پلټنځایونه لا زیات کړي.