خوراکي توکي

ننګرهار کې طالب چارواکي: مافیایي ډلې د افغانیو بې‌ثباتېدو او توکو بیو لوړېدو هڅې کوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، یو شمیر مافیایي ډلې د خپلو شخصي ګټو لپاره د افغانیو د بې ثباته کیدو او د خوراکي توکو بیو لوړیدو لپاره هڅې کوي.

دغه څرګندونې د جلال اباد ښاروال مولوي روح الله حقمل اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وکړې او ویې ویل، ننګرهار کې ځينې مافیایي کړۍ په دې هڅه کې دي چې افغانۍ د ډالرو پر وړاندې کم ارزښته وښيې او د خوراکي توکو بیې د ځان په ګټه لوړي کړي.

ښاغلی حقمل وایي، په همدې موخه دجلال اباد ښاروالۍ د یادو مافیایي ډلو د مخنیوي لپاره تازه اقدامات ترسره کړي چې هره ورځ به د خوراکي توکو نوې نرخنامې ټاکي او دا نرخنامې به له ۲۴ ساعتونو وروسته بدلون مومي.

جلال اباد ښاروال مولوي روح الله حقمل زیاتوي: «په ننګرهار کې د ښاروالۍ مسولین ژمن دي چې د خوراکي توکو د نرخونو د کنترول لپاره به هڅې کوي، خو دلته ځينې مافیایي کړۍ دي چې خبره د ډالرو او افغانیو کیږي نو دوی د خوراکي توکو بیې لوړوي او دا کار د خپلو شخصي ګټو په موخه کوي، خو ښاروالۍ یې د مخنیوي لپاره هڅې پیل کړي چې هره ورځ به د وړو، غوړیو اونورو توکو لپاره نوې نرخنامې ټاکي او له دغه نرخنامو به څارنه هم کوي او له سرغړونکو سره به یې قانوني چلند کیږي.»

په همدې حال کې د جلال اباد ښار یو اوسیدونکی تسل خان که څه د ښاروالۍ له وروستیو اقداماتو خوښ دي خو لا هم اندیښنه لري، چې یو شمیر سوداګرو او هټیوالو خوراکي توکي احتکار کړي چې له امله یې په بازار کې د توکو بیې لوړې شوي دي، چې د مخنیوي په برخه کې یې له حکومت د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

تسل خان زیاته کړه: «په جلال اباد ښار کې سودګر او دوکانداران شته دی چې خپل خوراکي توکي لوړیدو ته ساتي او احتکار کوي او بیا یې پر خلکو باندې په لوړه بیه پلوري، له ښاروالۍ غوښتنه کوو، چې د دغه سوداګرو او هټیوالو پر وړاندې جدي اقدامات ترسره کړي، ځکه دا په خپل پر ولس یو لوی ظلم دی.»

په ورته مهال د جلال اباد ښاروال احتکارکوونکو هم خبرداری ورکوي او وایي، د هغه هټیوالو دوکانونه به وتړي چې موجوده خوراکي توکي احتکار او یا یې له خپلې بېې لوړ وپلوري.

د جلال اباد ښاروال مولوي روح الله حقمل اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د نرخونو د تعین اوکنترول لپاره یې ځانګړی کمیسیون جوړ کړی تر څو په ښار کې نرخونه کنټرول کړي.

جلال اباد ښاروال مولوي روح الله حقمل: «د جلال اباد ښاروالۍ په هڅه کې ده چې نرخونه کنترول کړي او په همدې موخه مونږ یو ځانګړی کمیسیون هم جوړ کړی، چې نظارت ترسره کړي او همدارنګه احتکار کوونکي هټیوال پیدا کړي، له احتکار کوونکو سره به د ښاروالۍ له لوري سخت چلند ترسره شي،هټۍ تړل کیږي او همدارنګه نوره جریمه به هم ورکوي او مال به یې هم په کمه بیه لیلام شي.»

په همدې حال کې د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مسولین هم مني، چې یو شمیر مافیایي کړۍ د طالبان د بدنامولو په موخه په دې هڅه کې دي چې د خوراکي توکو بیې لوړې او له دې لارې پر حکومت د خلکو باور راکم کړي.

د دې خونې مرستیال زلمی عظمي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، که د یادو کړیو مخه ونه نیول شي ستونزې زیږولی شي.

د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مرستیال زلمی عظمي زیاتوي: «هو یو شمیر مافیایي ډلې او کړۍ په دې هڅه کې دي چې د مختلفو لارو د خوراکي توکو بیې لوړې کړي او ولس له فقر او بې وزلۍ سره مخ کړي او همدارنګه له دې لارې غواړي، د طالبانو د حکومت پر وړاندې د خلکو غبرګون راوپاروي، چې مونږ تمه لرو چې انشاالله د څو ورځو په تیرویدو سره به د خوراکي توکو بیې کمې شي.»

ولسي خلک داسې مهال د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي، چې په دې وروستیو څو ورځو کې په جلال اباد ښار کې پنځوس کیلوي بوجۍ اوړو په بیه کې زر افغانۍ د لس لیټره غوړیو په بیه ۳۰۰  افغانۍ او همدارنګه د تیلو او ګاز په بیو کې هم د څو ورځو په تیریدو د پام وړ زیاتوالی راغلی وو.