اطلاعات روز: د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو چارسمبالی وزیر امیرخان متقي وایي، اسلاماباد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان خبرو کې د افغانانو په اړه توهینامېزه څه نه ول.
امیرخان متقي چې نن (دوشنبه، ۲۹ د لېندۍ) له اسلاماباده کابل ته راورسېد، کابل هوایي ډګر کې یې خبریالانو ته وویل چې عمران خان په خپلو خبرو کې افغانانو ته داسې توهینامېزه څه نه دي ویلي چې دوی د یو حکومت په حېث ورته غبرګون وښیي.
هغه وویل: «غونډه وه هر چا خپل نظریات ویل، د هر چا خپل نظریات په هغوی پورې اړه لري. یو څه چې مهمه وه عمران خان په تېرو حکومتو باندې رد وکړ، زه فکر کوم د تېرو حکومتو چارواکو په حقیقت کې هماغه رد عکسالعمل خپل مجبوریت وباله، نو دا خو د دوی نظریات دي، کوم داسې توهین امېز څه چې موږ ووایو هغه ته د حکومت په حېث عکس العمل وښایو، زه خو داسې څه نه وینمه.»
دا په داسې حال کې ده چې افغانانو اسلاماباد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې د عمران خان خبرو ته چې یې ویلي ول، افغانستان کې د نجونو د زدهکړو موضوع کلتوري مسئله ده او نړيوال دې د افغانانو ياد کلتور په پام کې ونيسي، پراخ او سخت غبرګون ښودلی دی.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د عمران خان خبرو ته تند غبرګون وښود او افغانانو ته یې توهین یاد کړ. نوموړی عمران خان د افغانانو ترمنځ په تفرقه اچونه تورن کړ.
خو ښاغلي متقي وایي چې د اسلامي همکاریو سازمان کنفرانس یو مثبت او له لاسته راوړنو ډک کنفرانس و او باید منفي خوا ته یې یو نه سو.
هغه وویل: «موږ چې په دنیا کې هر چا ته هر چېرته دا خبره کوو چې هر څوک د خپلو نظریاتو زمهوار دی او د خپلو اظهاراتو زمه وار دی او هر څوک هر څه وایي، نو دا مناسبه نه وي چې اوس مثبت کنفرانس منفي خوا ته بوځو او د هغه منفي ټکي راپورته کړو.»
خو افغانانو پر ټولنیزو شبکو د عمران دې خبرو غوسه کړي او د طالبانو له حکومت غواړي چې باید پر وړاندې یې غبرګون وښیي.