ارزګان

ارزګان کې د تېر نظام د لیزري قطعې قوماندان وژل شوی

اطلاعات روز: د ارزګان ولایت دهراوود ولسوالۍ کې د تېر نظام د لیزري قطعې قوماندان حیات‌الله د ناڅرګنده موټرسایکل سپرو وسله‌والو له خوا په ډزو ویشتل شوی او وژل شوی دی.   

یوې سرچیني نن (دوشنبه، د لېندۍ په ۲۹مه) اطلاعات روز ته وویل، حیات الله تېره ورځ د یادې ولسوالۍ په «لونډیانه» سیمه کې د خپل کور په مخکې د دوو تنو وسله والو موټرسایکل سپرو په ډزو ووژل شو.

سرچینه وایي، هغه چې په یوه لاس او یوه پښه معیوب هم و، کلونه یې دهراوود ولسوالۍ کې د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کړې وه او په رتبه ساتنمن و.

په وینا یې حیات الله دې ولسوالۍ کي د نورو نظامي دندو ترسره کېدو ترڅنګ د ولسوالۍ د لیزري قطعې قوماندان هم پاتې شوی و.

سرچینې د پېښي مسوولیت پر طالب وسله والو واچاوه او ویې ویل، بریدګر تر برید کولو وروسته د ولسوالۍ ودانۍ ته داخل شوي دي.

حیات الله د طالبانو په لاس د افغانستان حکومت واګې اخیستو وړاندې دنده پرې ایښې وه.

مسوولین هم مني چي تېره ورځ دهراوود ولسوالۍ کې د حیات الله په نوم د مخکني نظام یو افسر او د قطعې قوماندان د نامعلوم موټرسایکل سپرو په ډزو وژل سوی دی.

د ارزګان د اطلاعات او فرهنګ رییس ملا محمد اصف تور لګوي چي په حاجي لالا مشهور حیات الله په مخکني نظام کې زیات ظلمونه او قتلونه ترسره کړي و، خو زیاتوي چې د حیات الله وژنه په دوی پورې اړه نه لري او دغه ډول وژنه دوی غندي.

نوموړی وویل د وژل شوي کس د قاتلینو د نیولو هڅې روانې دي.

په تیرو وختونو کې هم د تیر نظام د کسانو د ترور او وژنو راپورونه د هېواد بیلابیلو سیمو څخه خپاره شوي دي.