شاهي کوټ کې طالبان

شاهي کوټ؛ هغه ځای چې طالبانو د امریکا خلاف لومړۍ جګړه پیل کړه

خبریال: حبیب‌الله سراب

کابو شل کاله وړاندې د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونه افغانستان ته راغلل، د طالبانو په نوم یوې وسله والې ډلې یې پر خلاف جګړه پیل کړه، د دې ځواک په وړاندې د وسله والو طالبانو له خوا د جګړې لومړی پيل له «شاهي کوټ» سيمې و، دا غرنیزه سیمه د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې موقعیت لري، طالبان همدې ځای ته د لومړي سنګر نوم هم ورکوي.

د تېرو دوو لسیزو پر مهال په شاهي کوټ کې د بهرنيو ځواکونو له خوا په وسله والو طالبانو ګڼ هوايي بريدونه ترسره شول، چې د نړۍ لوی او مشهور بمونه هم په همدې ځای غورځول شوي دي.

د وسله والو طالبانو د يوې ډلګۍ مشر مولوی عزام چې په شاهي کوټ سيمه کې د شويو هوايي بمباريو پرمهال ټپي شوی هم و، له اطلاعات روز سره یې په خبرو کې وویل، چې دوی د امریکايي ځواکونو پر ضد لومړی جګړه له شاهي کوټ سیمې پیل کړه او د هغه په وینا چې په لومړیو کې د ګوتو په شمېر ځوانانو ټوپک اخیستی و، خو وروسته بیا د جګړې لمن د هیواد نورو برخو ته هم وغځېدله. 

عزام وايي، د دوی د جګړې مشري په شاهي کوټ کې لومړی ځل د وخت طالب قومندان مولوي سيف الرحمان کوله.

عزام وايي: «دلته مونږ کله چې امريکايي ځواکونو په افغانستان حمله وکړه، نو مونږ په هماغه وخت کې د قومندان سيف الرحمان منصور تر مشرۍ لاندې د دوی په وړاندې جګړه پيل کړه، په هماغه وخت کې چې له دې ځايه جګړې زور واخيست، نو د امريکايانو ټول زور او پام په همدې ځای و او د لويو جېټ طيارو پر مټ يې بمبار کاوه، دلته زمونږ ګڼ ملګري وژل شوي دي او هم مو بهرنيو ځواکونو ته سخت ځاني او مالي تاوانونه ور اړولي دي.»

د تېرو دوو لسیزو پر مهال په شاهي کوټ کې د بهرنيو ځواکونو له خوا په وسله والو طالبانو ګڼ هوايي بريدونه ترسره شول، چې د نړۍ لوی او مشهور بمونه هم په همدې ځای غورځول شوي دي.

د دې سیمې يو بل ځايي قومندان مولوی حکمت درویش بيا وايي، دوی شاهي کوټ ته د لومړي سنګر نوم ځکه ورکوي، چې په دې ځای کې یې د بهرنيو ځواکونو په وړاندې جګړه پيل او له هغه وروسته غزني، وردګو، پکتيکا او ګڼو نورو ولایتونو ته هم وغځېده.

نوموړی زیاتوي، چې د وخت مشهور طالب قوماندان سيف الرحمان منصور هم په همدې سيمه کې د هوايي بمباريو پر مهال وژل شوی دی.

هغه په دې اړه وايي: «دلته په شاهي کوټ کې ځکه مونږ او زمونږ نورو ملګرو مقاومت وکړ، چې دا سيمه ډډېر لوړ، لوړ غرونه لري او د غرونو په منځ کې دومره قوي سمڅې دي، چې د وخت په هماغه بمباريو کې هم ونه نړېدې او طالبان په کې ژوندي پاتې شول، نو مونږ دې ته د لومړي سنګر نوم ورکوو او په طالبانو کې په همدې نوم مشهور دی.»

د دې سیمې يو بل ځايي قومندان مولوی حکمت درویش بيا وايي، دوی شاهي کوټ ته د لومړي سنګر نوم ځکه ورکوي، چې په دې ځای کې یې د بهرنيو ځواکونو په وړاندې جګړه پيل کړه.

د شاهي کوټ سیمې اوسېدونکي هم په همدې ځای کې د جګړو او هوايي بمباریو له امله له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان و، د نور نورګل په نوم ۵۰ کلن سپین ږیری چې د هماغه وخت د جګړو صحنې په ياد لري، اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې د امریکايي ځواکونو له خوا د شپنيو عملیاتو تر څنګ په دې سيمو داسې بمونه هم وغورځول شول، چې له ټاکل شوي ځای څو کيلو متره لرې هم د ماشومانو له غوږونو وينې بهېدلې وې.

د نورګل په وینا، په تېرو شلو کلونو کې د جګړو او نا امنیو له امله د ارام ساه نه دی اخیستې او نه هم حکومت ورته د ژوند اسانتیاوې برابرې کړې دي.

هغه داسې وويل: «دلته امريکايانو دومره لوی او زور ور بمونه هم واچول، چې په ډډېرو لريو کليو کې به د تنکيو ماشومانو له پوزې او غوږونو وينې وبهېدلې، هره ورځ او شپه به بمبار کېده او يا به په طالبانو چاپه وه، نو د همدې نا امنیو له امله مونږ ته کلينک، سړک، ښوونځي او هيڅ هم جوړ نه شول همداسې تر اوسه له هر څه بې برخې يو.»

د نورګل په وینا، په تېرو شلو کلونو کې د جګړو او نا امنیو له امله د ارام ساه نه دی اخیستې او نه هم حکومت ورته د ژوند اسانتیاوې برابرې کړې دي.

په همدې حال کې بيا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د شاهي کوټ له جګړې وروسته چې امريکايي ځواکونو له طالبانو سره سخته جګړه وکړه، د بهرنيو ځواکونو ځينو قومندانانو ياد جنګ په ويتنام کې شوې جګړې ته ورته وبلله.

ښاغلي مجاهد وويل: «ما خپله د ځينو لوړ پوړو امريکايي جنرالانو په خپرو شويو مقالو کې ليدلي، چې د شاهي کوټ جنګ په اړه يې تصبرې کړې او دا يې په کې ويلي، چې شاهي کوټ او ويتنام کې يې يو ډول جګړه او تلفات وليدل، له شاهي کوټ وروسته بيا په زابل کې د ملا روزي خان اخند په نوم يو طالب قوماندان د جګړې اعلان وکړ او له هماغه ځايه يې د امريکايي ځواکونو خلاف جهاد ته دوام ورکړ.»

د مالوماتو له مخې چې په شاهي کوټ سیمه کې د امریکايي  ځواکونو تر لسو ډېر  جنګي هیلیکوپټرې او جېت طیارې هم را نسکورې شوې دي، چې لایې هم ځینې پرزې د غرونو په لوړو څوکو باندې په خپل ځای پرتې دي، له دې وروسته د طالب چارواکو په وينا چې د امريکايي ځواکونو خلاف جګړه په زابل، کندهار او ځينو نورو ولايتونو کې پيل شوه.

د پکتیا ولایتي چارواکي وايي، له جګړو په امن شوې سیمه شاهي کوټ کې به رغنیزې پروژې پیلوي.