درملتون

پکتیا کې د درملو بیو بې‌سارې لوړېدنه؛ درمل پلورونکي په خپل سر نرخونه ټاکي

خبريال: حبيب الله سراب

د پکتیا ولایت اوسېدونکي په درملتونونو کې د درملو او نورو روغتیايي توکو د بېو په بېساري ډول له لوړېدو شکایت کوي او وايي، هغه درمل چې له دې وړاندې یې په کومه بیه رانیول اوس یې قیمت دوه برابره شوی.

د دې ولایت اوسېدونکي غوښتنه کوي، چې د خلکو اقتصادي ستونزو ته په کتو او درملو ته د خپلسرو بېو د ټاکلو مخنیوي لپاره دې مسووله ادارې له شخصي درملتونو جدي څارنه وکړي.

د مرکز ګردېز اوسېدونکی حاجي سيف الله وايي، څو مياشتې وړاندې يې د معدې يو پاکټ درمل په ۵۰ افغانۍ واخيستل، خو د هغه په وينا چې اوس د هماغه پاکټ بيه ۱۲۰ افغانيو ته رسېدلې ده.

نوموړی وايي: «کله چې نظام بدل شوی، باور وکه د هر شي قيمتونه دوه برابره لوړ شوي، زه د معدې تکليف لرم او درمل يې دايمي خورم، خو پخوا به مې چې په کومه بيه اخيستل، اوس د هغه بيه دوه برابره يا له هغه هم لوړه شوې ده.»

د دې ولايت يو بل اوسېدونکي بابري قانع اطلاعات روز ته وويل، چې په ګردېز ښار کې د ډیری درملتونونو څښتنان په خپل سر درملو ته قيمتونه ټاکي، نوموړی له عامې روغتيا رياست غوښتنه کوي، چې د دې خپلسرويو د مخنيوي لپاره بايد چټک ګامونه واخلي.

هغه وايي: «دلته څار نشته، که په ټولو دواخانو ناڅاپي څارنه وشي او هغه کسان چې ظلم کوي او د درملو بيې يې څو برابره لوړې کړې، هغه بايد و پوښتل شي او قانوني چلند ورسره وشي.»

د مرکز ګردېز اوسېدونکی حاجي سيف الله وايي، څو مياشتې وړاندې يې د معدې يو پاکټ درمل په ۵۰ افغانۍ واخيستل، خو د هغه په وينا چې اوس د هماغه پاکټ بيه ۱۲۰ افغانيو ته رسېدلې ده.

په ګردېز ښار کې بیا ځینې درمل پلورونکي د درملو د بیو لوړېدو لامل د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو ارزښت کمېدل او له ګاونډیو هیوادونو د وارداتو کموالی بولي.

 ګردېز ښار کې یو تن درمل پلورونکي مطيع الله په دې اړه اطلاعات روز ته وويل: «دلته مونږ په خپل سر درملو ته نرخونه نه ټاکو، تاسو ته مالومه ده، چې د ډالرو په مقابل کې افغانيو خپل ارزښت له لاسه ورکړی، نو مونږ ته چې له پاکستان کوم درمل راځي، په کمه ګټه يې په خلکو خرڅوو، دا ادعا چې ګواکې درمل لوړ شوي، سمه نه ده، بلکې ټوله خبره د افغانيو ټیټیدل او د وارداتو کموالی دی.»

په همدې حال کې بیا د پکتیا ولایت د روغتیا ریاست مسوولین وايي، پلان لري، چې په نږدې ورځو کې د درملو د بیو کنټرول او هم د بې کیفیته درملو د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

د روغتيا ريس صدرالدين عزام له اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې دوی به له ولايت مقام او امنيتي ادارو سره په ګډه د دې ستونزې د کابو کولو لپاره له هر ډول ممکنه لارې کار واخلي.

صدرالدین عزام د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریس: «د درملو مسله جدي ده، مونږ پلان لرو، چې د ولايت مقام او امنيتي ادارو په همغږۍ باندې هغه درملتونونه چې خپلسرې دوا په مظلومو خلکو په لوړه بيه پلوري، قانوني چلند به ورسره کيږي او د مخنيوي لپاره به يې پوره هڅه کوو.»

د پکتیا ولایت د روغتیا ریاست مسوولین وايي، پلان لري، چې په نږدې ورځو کې د درملو د بیو کنټرول او هم د بې کیفیته درملو د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

له پکتیا ور هاخوا بیا په پکتیکا او خوست ولایتونو کې هم د روغتیا برخې ټکني حالت د کابو کولو لپاره هڅې روانې دي، په پکتیکا ولایت کې د عامې روغتیا ریاست مسوولینو سلګونه کیلو ګرامه هغه درمل سوځولي، چې بې کیفیته و او په شخصي درملتونونو کې په خلکو پلورل کېدل.

په خوست ولایت کې هم د بې کیفیته درملو د پلور مخینوي او هم د ناقانونه درملتونونو د تړل کېدو لپاره کوټلي ګامونه اخیستل شوي دي، د دې ولایت د روغتیا برخې چارواکي وايي، پلان لري، چې په لرې پرتو ولسوالیو کې د هغو درملتونونو دروازې هم وتړي، چې د روغتیا له ریاست سره ثبت نه دي.  

 پکتیکا کې د روغتیایې قوانینو د څار مسوول ډاکټر محمد ابراهيم وايي، چې دوی په تېره يوه اونۍ کې له ګڼو کلینیکونو او درملتونونو څه باندې زر کيلو له وخته تېر درمل راټول کړي او له منځه يې وړي دي.

ابراهيم وويل: «له تېرو څو ورځو راهیسی مو په ښرنې ښار کې له زياتو درملتونونو او نورو روغتيايي کلينيکونو څارنه کړې او هغه درمل مو ترې را ټول کړي، چې بې کيفيته و او يا يې هم موده ختمه شوې وه.»

اخوا پکتیکا ولایت کې بیا د عامې روغتیا ریاست مسوولینو سلګونه کیلو ګرامه هغه درمل سوځولي، چې بې کیفیته و او په شخصي درملتونونو کې په خلکو پلورل کېدل.

د خوست د عامې روغتيا ريس صاحب ګل خالد وايي، چې په خوست ښار کې يې د ناقانونه درملتونونو او بې کيفيته درملو د مخنيوي لپاره عامه کمپين پيل کړی، چې په نتيجه کې يې ځينې هغه روغتيايي مرکزونه او درملتونونه تړلي، چې له روغتيا رياست سره ثبت نه و.

خالد وايي: «خوست کې د خلکو يو شکايت چې مونږ ته بار، بار وړاندې کېده، هغه د ناقانونه درملتونونو او روغتيايي مرکزونو په اړه و، مونږ بيا نن را پورته شو او ځينې درملتونونه مو مهرلاک کړل، چې جوازونه يې نه درلودل او يا يې هم په خلکو بې کيفيته درمل خرڅول.»

په پکتیکا او خوست ولایتونو کې ځینې درمل پلورونکي او روغتیاپالان د هغو درملو مخنیوي او ناقانونه درملتونونو د تړل کېدو هرکلی کوي، چې اوس مهال یې په روغتیايي خدمتونو باندې د خلکو بې باروي زیاته کړې ده.

په پکتيکا ولايت کې يو تن درمل پلورونکي حاجي غاټول وايي: «دا ډېر ښه اقدام دی، ځکه مونږ خپله وينو، چې په ځينو درملتونونو کې داسې درمل هم په خلکو او ناروغانو پلورل کيږي، چې له وخته تېر وي او يا هم بې کيفيته وي، نو پکار نه دی، تر څو د پيسو لپاره د انسان او ناروغ له ژوند سره لوبې وشي.»

په پکتیکا او خوست ولایتونو کې ځینې درمل پلورونکي او روغتیاپالان د هغو درملو مخنیوي او ناقانونه درملتونونو د تړل کېدو هرکلی کوي، چې اوس مهال یې په روغتیايي خدمتونو باندې د خلکو بې باروي زیاته کړې ده.

حبیب شاه انصاري خوست کې یو تن روغتیاپال: «مونږ چې په خوست کې د عامې روغتيا د رياست له لوري کوم ګامونه اخيستل کيږي، ترې هرکلی کوو، ځکه د غير مسلکي کسانو، بې کيفيته درملو او ناقانونه درملتونونو له امله په روغتيايي سيستم باندې د خلکو باور بيخي صفر شوی، که ښه ډاکټر وي يا ښه نه، خو له نومه يې د خلکو بد راځي.»

پکتیا، پکتیکا او خوست د سویل ختیځ زون هغه ولایتونه دي، چې لاهم له ګاونډي پاکستان څخه په ناقانونه ډول بې کیفیته درمل واردیږي او وروسته په دې ولایتونو کې په لوړه بېه په خلکو پلورل کیږي.