فابریکه

صنعتکاران: د خامو موادو کمښت له امله به ځینې فابریکې فعالیت ودروي

خبریال: حبیب الله سراب

په هیواد کې له سیاسي بدولون وروسته له ګاونډیو هیوادونو د ځینو خامو موادو وردات کم شوي، چې له امله یې په سویل ختیځ زون کې د یو شمېر هغو فابریکو چارې ټکنۍ شوې، چې د ګاونډیو هیوادونو په خامو موادو فعالیت کوي.

په لوګر ولایت کې د «اغا ګل» په نوم د ایوډین مالګې د تولید فابریکې مسوولین وايي، پخوا ورسره له ۴۰ ډېرو کسانو کار کاوه، خو د دوی په وینا چې اوس یې دغه شمېر  د تولیداتو د کموالي له امله پنځو کارمندانو ته راټیټ کړی دی.

د یادې فابریکې مسوول محمود احمدزي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، کاروبار یې خورا ټکنی شوی، دا ځکه چې له یوې خوا له ګاونډي پاکستان څخه د خامو موادو واردات کم شوي او له بلې خوا د طالبانو حکومت ورباندې مالیه هم لوړه کړې ده.

هغه وايي: «دلته مونږ اوس له عمده دوو ستونزو سره مخ یو، هغه دا چې یو خو هغه مواد اوس له پاکستان څخه مونږ نشو راوړلی، کوم چې به مو پخوا راوړل، هغه مواد د مالې غټه تیږه ده، اوس هماغه نه راپریږدي او بل مونږ پخوا ډېره ګټه کوله، کامندان مو تر ۴۰ هم زیات و، ولې کله چې طالبان راغلي، دغه شمېر مو د کمو تولیداتو له امله پنځو نفرو ته راټیت کړی دی.»

لوګر ولایت کې د «اغا ګل» په نوم د ایوډین مالګې د تولید فابریکې مسوول وایي، کاروبار یې خورا ټکنی شوی، دا ځکه چې له یوې خوا له ګاونډي پاکستان څخه د خامو موادو واردات کم شوي او له بلې خوا د طالبانو حکومت ورباندې مالیه هم لوړه کړې ده.

احمدزي زیاتوي، چې د خامو موادو د وارداتو او مالیې برخه کې یې شته ستونزې له اړونده وزارت سره هم شریکې کړې، خو لاهم نه دي هوارې شوې.

نوموړی اندېښنه څرګندوي، که یې شته ستونزو ته رسېدونه و نه شي، مجبوري دي، چې خپل کارمندان رخصت او د فابریکې دروازه هم وتړي.

ښاغلي احمدزي داسې وویل: «مونږ ته طالبان وايي، چې تاسو باید له خپلو وطني خامو موادو کار واخلئ، خو د هغوی کیفیت خورا ټیت دی او مونږ ته هیڅ ګټه نه کوي، ستونزې مو ورسره شریکې کړې دي، که روان حالت همداسې دوام وکړي، نو مجبور یو، پاتې کسان هم رخصت کړو او نور له دې کاره لاس واخلو.»

په دغه فاریکه کې په کار بوخت ځوانان بیا وايي، د موادو کموالي له امله یوازې نیمه ورځ کار کوي او په وینا یې چې د کمو تولیداتو له امله یې ډېری مشتریان هم له لاسه ورکړي دي.

ذین الدین له تېرو څو کلونو راهیسې د اغا ګل په نوم د مالګې په فابریکه کې کار کوي، نوموړي اطلاعات روز ته وویل، چې پخوا یې له ګڼو ولایتونو مشتریان درلودل، خو اوس د تولیداتو کموالي له امله په دې برخه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

ذین الدین وویل: «ستونزه دا ده، چې مواد په لوړه بیه تمامیږي او بل په تېر حکومت کې مونږ زیات تولیدات درلودل، چې د هیواد ډیری ولایتونو ته به مو همدا مالګه لېږله، خو ولې اوس زمونږ مشتریان هم کم شوي دي.»

ذین الدین له تېرو څو کلونو راهیسې د اغا ګل په نوم د مالګې په فابریکه کې کار کوي، نوموړي اطلاعات روز ته وویل، چې پخوا یې له ګڼو ولایتونو مشتریان درلودل، خو اوس د تولیداتو کموالي له امله په دې برخه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

پکتیا کې هم د ځینو فابریکو مسوولین له ورته ستونزو سره مخ دي، محبوب الله ګردېزی چې په مرکز ګردېز کې د A4 کاغذ د تولید فابریکه لري، وايي، که خلک له وطني تولیداتو استفاده وکړي، د صنعت په برخه کې مخ په ځوړند حالت بیرته د سمون خواته تللی شي.

هغه وویل: «دلته زمونږ په هیواد کې یو بله لویه ستونزه دا دی، چې خلک له خپلو افغاني تولیداتو ګټه نه اخلي، که د نورو هیوادونو وارد شوي مواد هر څومره بې کیفیته هم و اوسي، نو دوی اولیت ورکوي، نو زمونږ غوښتنه دا دی، تر څو له خپلو تولیداتو ګټه پورته کړو، کنه نو وضعیت به له دې هم بدتر شي.»

په سویل ختیځ زون کې بیا د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، د اقتصادي پیاوړتیا په موخه حکومت هڅه کوي، چې له هیواده د صادراتو کچه لوړه او واردات راکم کړي.

د دې خونې چارسمبالي حبیب توتاخېل اطلاعات روز ته وویل، چې په لوګر ، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې یې د صنعت کاروانو ستونزې له مرکزي ادارې سره شریکې کړې، تر څو ورته حل لاره ولټوي.

توتاخېل وايي: «د حکومت پلان دا دی، چې صادرات زیات کړو او واردات باید راکم شي، نو د دې لپاره په فابریکو ټینګار کیږي، چې له خپلو وطني خامو موادو باید کار واخیستل شي او بل د مالیې او نورو برخو کې د دوی ستونزې مونږ شریکې کړې او هڅه کیږي، چې ژر حل شي.»

په سویل ختیځ زون کې بیا د صنعت او سوداګرۍ خونې چارسمبالي حبیب توتاخېل وايي، د اقتصادي پیاوړتیا په موخه حکومت هڅه کوي، چې له هیواده د صادراتو کچه لوړه او واردات راکم کړي.

له ګاونډیو هیوادونو د وارداتو کموالی، د صنعتي پارکونو او برښنا نه موجودیت او روان کال د کرونا وبا شتون هغه لاملونه و، چې په سویل ختیځ زون کې د ځینو فعاله فابریکو کارونه ځنډیدلي دي.

د صنعت او سوداګرۍ خونې د مالوماتو له مخې چې پکتیا کې د ځینو دلایلو له امله تر پنځوسو ډېرې فابریکې تړل شوې دي.