هلمند

د هلمند ځینې ولسوالۍ هېڅ ښوونځی او د ځینو یې هېڅ ودانۍ نه لري

اطلاعات روز: د هلمند د لرې ولسوالیو اوسېدونکي وايي، په سیمو کې یې د ګوتو په شمېر ښوونځي شته چې هغه هم ودانۍ نه لري.

واشېر د دغه ولایت له هغه ولسوالیو دی چې محدود ښوونځي په کې شته خو هغه هم ودانۍ نه لري. د دغو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، ماشومان یې په ډېر کړاو زده کړې کوي او هیڅ راز اسانتیاوې نه لري.

سنګین او دېشو بیا د هلمند هغه ولسوالۍ دي چې هېڅ ښوونځی نه لري. سنګین کې د جګړو له امله سوځېدلي ښوونځي تړلي پاتي او دېشو کې بیا له سره ښوونځی نه دی جوړ شوی.

دوی له حکومت څخه دغو ښوونځیو ته د ودانیو تر څنګ د نوو ښوونځیو جوړولو غوښتنه کوي.

د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالقادر اطلاعات روز ته وویل، د تېرو دوو لسیزو سختو جګړو له امله دغه ولسوالي د پوهنې په برخه کې د خدماتو ترڅنګ له هر ډول پرمختګ څخه بې برخې ول.

هغه زیاته کړه، دلته د ګوتو په شمېر ښوونځي شته، خو ودانۍ نه لري، زده کوونکي یې په  یخ ژمي کې تر اسمان لاندې پر ډاګ زده کړې کوي.

د ده په خبره، جګړه درېدلې، حکومت دې نه یوازې د دوی په سیمو کې شته ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي، بلکې نور ښوونځي دې هم ورته جوړ کړي.

د دې تر څنګ د واشېر ولسوالۍ اوسېدونکي هم له ورته ستونزو شکایت کوي.

د دغې ولسوالۍ د اوسېدونکو په استازولۍ نظرولي اطلاعات روز ته وویل، دلته ښوونځي تش په نوم دي، ودانۍ نه لري، مسلکي ښوونکي نشته، زده کوونکي کتابونه او درسي توکي نه لري.

نوموړی هم له حکومته غوښتنه کوي چې د دوی په سیمو کې دې ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شي او ماشومانو ته دې د زده کړې اسانتیاوې برابرې شي.

د هلمند د پوهنې رییس مولوي عبدالباري شهاب وايي، د طالبانو په راتګ سره په هلمند کې ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو او نویو ښوونځیو د تاسیس پلانونه لري.

هغه وایي: «په دې اړه مو اړوند وزارت ته وړاندیزونه کړي دي او دغه راز له ځینو مرستندویه موسساتو سره هم غږېدلي یوو او هغوی ژمنې کړې چې په دې برخه کې به مرسته کوي.»

ده هیله وښودله چې ډېر ژر به نه یوازې په دغه ولایت کې شته ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي، بلکې په هغو سیمو کې به نوي ښوونځي تاسیس شي چې ښوونځي په کې نه شته.

نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې دوی به د هغو ښوونځیو د ودانیو پاتې کار پیل کړي چې په تېر حکومت کې نیمګړي پاتې شي وو.

په هلمند کې دامهال ۴۱۷ ښوونځي او ۱۰۸۲ مدرسې شته چې زرګونه زده کوونکي زده کړې په کې کوي.