پکتیا

د پکتیا اوسېدونکي: هغه کسان دې ونیول شي، چې په تېر نظام کې یې لوی جرمونه کړي

خبریال: حبیب الله سراب

د جمهوري نظام د سقوط پر مهال د هیواد له ټولو زندانونو د طالب بندیانو ترڅنګ هغو کسانو هم تېښته وکړه، چې په لویو حقوقي جرمونو او غلاوو کې ښکېل او زنداني شوي ول.

په دې وروستیو کې د پکتیا ولایت په ځینو سیمو کې داسې جنایي جرمونه ترسره شوي، چې په کې ښکېل کسان یې ډیری پخواني تښتېدلي زندانیان دي، د دې ولایت اوسېدونکي له طالبانو غوښتنه کوي، چې هغه کسان بیرته ژر تر ژره ونیسي، چې د سیمې امنیت لپاره یې سرخوږی جوړ کړی دی.

د پکتیا ولایت د احمد ابا ولسوالۍ اوسېدونکي داود زمان اطلاعات روز ته وویل، چې په سیمه کې یې د غلاو او نورو جنايي جرمونو پېښې ډېرې شوې، چې زیاتره کسان یې پخواني غله او جنایتکاران دي.

نوموړی زیاتوي، که امنیتي ارګانونه په دې اړه کوټلي ګامونه وانخلي، نو د تېر په څېر به یو ځل بیا د خلکو سر او مال له خطر سره مخ شي.

هغه وايي: «د طالبانو په راتګ زمونږ په سیمه کې څو ځله د غلاو او جنايي جرمونو پېښې رامنځته شوې، چې ترسره کوونکي به یې ډېر هغه کسان و، چې په تېر نظام کې د همداسې ناوړه کړنو له امله بندیان شوي و، نو زمونږ اوس غوښتنه دا دی، تر څو هماغه پخواني غله او قاتلین بیرته ژر تر ژره ونیسي.»

د جمهوري نظام د سقوط پر مهال د هیواد له ټولو زندانونو د طالب بندیانو ترڅنګ هغو کسانو هم تېښته وکړه، چې په لویو حقوقي جرمونو او غلاوو کې ښکېل او زنداني شوي ول.

د سید کرم ولسوالۍ اړوند د کوهسین سیمې اوسېدونکی عبدالله توتاخېل هم د پخوانیو لویو مجرمینو په خلاصون اندېښمن دی او وايي، که د دې د نیولو او قانون ته د سپارلو لپاره هڅې ګړندۍ نه شي، نو د خلکو سر او مال به بیا له خطر سره مخ شي، توتاخېل وویل، چې په تېرو څو کلونو کې د سیدکرم ولسوالۍ اړوند بډم کنډې سیمه د غلو په پټنځای بدله شوې وه، چې د هغه په وینا زیاتره وخت به له خلکو موټرې او نور مال غلا کېده، چې له امله یې د اوو ولسوالیو د اوسېدونکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی و.

نوموړي په دې اړه اطلاعات روز ته وویل: «په سیدکرم ولسوالۍ کې د بڼدم کندې په نوم سیمه د غلا مرکز بلل کېده، په رڼا ورځ به لارې ته غله را ووتل او له خلو به یې پیسې، موټر او نور وسایل غلا کول، چې په دې لاره به د اوو ولسوالیو خلکو تګ داسې و، لکه په پل صراط چې تېرېدل، نو هماغه غله بیا څه موده بندیان شول، خو اوس بیا خوشي شوي او روسره د خلکو اندېښنې هم ډېرې شوې دي.»

څه موده وړاندې د پکتیا امنیه قوماندان مولوی محمد عمر مخلص له اطلاعات روز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي و، چې دوی به د جنايي جرمونو د مخنیوي او په دې قضیو کې د ښکېلو کسانو د نیولو لپاره کوټلي ګامونه اخلي.

هغه زیاته کړه، چې په تېره یوه میاشت کې یې د غلا او نورو جنايي جرمونو پر مهال د پخوانیو مجرمینو ترڅنګ ګڼه کسان نیولي دي.

مخلص وویل: «مونږ هیچاته اجازه نه ورکوو، چې د عام ولس ژوند او کارو بار په وړاندې خنډونه جوړ کړي، په مرکز ګردېز او ولسوالیو کې مو د غلاو او نورو ناوړه کړنو چې د ولس ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی و، نیولي دي، چې په دې کې هغه کسان هم شامل دي، چې د تېر نظام پر مهال په ورته اعمالو زنداني شوي و.»

د پکتیا امنیه قوماندان مولوی محمد عمر مخلص له اطلاعات روز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي و، چې دوی به د جنايي جرمونو د مخنیوي او په دې قضیو کې د ښکېلو کسانو د نیولو لپاره کوټلي ګامونه اخلي.

په همدې حال کې بیا د پکتیا ولایت د قضایه ارګانونو مسوولین وايي، له سیاسي بندیانو پرته ټول هغه مجرمین بیرته نیول کیږي، چې د خلکو حقونه یې تر پښو لاندې کړي وي او یا هم نورې حقوقي قضیې ولري.

د استناف څرنوالۍ مشر محمد نظیم غزالي وايي، په تېرو څلورو میاشتو کې یې ګڼ کسان زندان ته لېږلي، کوم چې له سیاسي قضیو پرته په غلاو او نورو  جرمونو کې ښکېل و، هغه زیاته کړه، هڅه کوي، تر څو هغه مشهور غله او قاتلین هم ونیسي، چې په تېر نظام کې یې د خلکو حقوق تر پښو لاندې کړي و.

غزالي وویل: «نوي حکومت له سیاسي بندیانو پرته چې عمومي عفوه ورته شوې، نور ټول هغه کسان نیول کيږي او وبه نیول شي، چې د مظلوم ولس په سر او مال یې تېری کړی وي، په دې برخه کې مونږ جدي یو، هڅوک دا حق نه لري، چې د بل مسلمان ورور حقونه تر پښو لاندې کړي.»

اوس مهال د پکتیا په مرکزي زندان کې ګڼ هغه زندانیان د بند شپې او ورځې تېروي، چې په دې وروستیو کې د غلاوو، قتل او نورو حقوقي مسایلو له امله تر نیول کېدو وروسته محبس ته لېږدول شوي دي.