خوست

طالبانو خوست کې د انسان تښتوونکو ۷ کسيزه ډله نيولې

اطلاعات روز: د خوست امنيتي چارواکي وايي، تېره شپه يې په دې ولايت کې د کشفي راپورونو پر اساس د غله او انسان تښتونې په تور ۷ کسيزه ډله نيولې ده. 

د خوست له امنيه قوماندانۍ څخه نن پنج شنبه (۱۶ د مرغومې) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نيول شوي کسان يې د تڼيو ولسوالۍ اړوند «دخيو» سيمه کې له طالب ځواکونو سره تر سخت مقاومت وروسته نيولي دي.

خبرپاڼه زياتوي، چې نیول شويو کسانو په ګڼو جنايي جرمونو کې لاس درلوده او په لومړنيو څېړنو کې يې په خپل جرم اعتراف هم کړی دی. 

د طالبانو په راتګ له تېرو څلورو مياشتو راهيسې په خوست ولايت کې د غلا، نشه يي توکو قاچاق او انسان تښتونو په تور له ۵۰ ډېر کسان نيول شوي دي.