طالبان

ملګري ملتونه د هلمند له ۷۰۰۰ سيلاب ځپلو سره د نغدو پیسو مرستې کوي

اطلاعات روز: د هېواد سوېل کې د ملګرو ملتونو د چارو د همغږۍ دفتر مسوولين وايي، د وروستيو اووه زره سيلاب ځپلو سره به د دغه ولايت په نوزاد او واشیر ولسواليو کې د ۲۰۰ نغدو ډالرو مرستې وکړي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان حوزوي مسوول رحمت الله رحماني دغه خبره تيره ورځ (چهارشنبه، ۱۵ د مرغومې) هلمند لپاره د طالبانو والي سره په ليدنه کې کړې.

رحماني هلمند یو جنګ ځپلی ولایت یاد کړي او زیاته یې کړه چې تر دې مخکې هم د مهاجرت نړیوال سازمان د هلمند ولایت په مختلفو سیمو او ولسوالیو کې خلکو سره نغدي، خوراکي او ناخوراکي توکو مرسته کړې ده.

هغه وايي، په تير ۲۰۲۱ کال کې په هلمند کې د يادې ادارې له خوا تر ۱۵ زره کورنيو پورې مرستې کړي.

د هلمند والي مولوي طالب د نړیوالو مرستندویه ادارو مرستې په دې ولایت کې مهمې يادې کړې او ستاینه يې وکړه.

والي زیاته کړه چې نړیوال موسسات او رسنۍ باید د طالبانو اصلي او واقعي څيره نړۍ ته وښایي او په خبره يې چې طالبان د دې هیواد او سیمې رښتیني ساتونکي او خادمان دي او د ځینو کړیو سره باید پرتله نه شي.

په جوړه شوي غونډه کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ حوزوي مسول عبدالسمیع د ماینونو د خطرونو په اړه پر عامه پوهاوي ټينګار وکړي او زياته يې کړه چې په دغه ولايت کې په ۲۰۱۹ کال کې تر ۸۰ سلنه د ماينونو قرباني ماشومان ول.

هغه وايي د هلمند په هغه سيمو کې چې لاهم د ماينونو او ناچاوده توکو خطر دی د پاکولو لپاره به يې ژر تر ژره کار پیل کړي.

په جوړه شوې ناسته کې چې تر ډيره خلکو سره پر مرستو ټينګار شوی و، د طالبانو له ولايتي چارواکو غوښتنه وشوه چې اړمنو خلکو ته د مرستو رسولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

تازه د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفین دوچاریک وایي، په سلګونو میلیونه ډالر له افغانانو سره د مرستې لپاره په دې سخت حالت کې راټول شوې دي.

ملګرو ملتونو او مرستندویه بنسټونو مخکې ویلي وو چې دوی به د طالبانو حکومت ته مرستې ورنه کړي، مرستې به د نړیوالو موسسو له لارې اړمنو کسانو ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې «اوچا» ویلي دي چې واورو او بارانونو د تیرو دوو درېیو ورځو په ترڅ کې د افغانستان ډیرې سیمې اغېزمنې کړې دي.