رسنۍ

د سیمه‌ییزو رسنیو د سقوط شونتیا؛ «که مرسته و نه‌شي ډېرې رسنۍ به فعالیت ودروي»

اطلاعات روز: په سوېل ختیځ زون کې د محلي رسنیو خبریالان وايي، رسنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او په وینا یې چې که اوسنی حالت همداسې دوام وکړي، ګڼې غږیزې، چاپي او تصویري رسنۍ به فعالیت ودروي.

په خوست ولایت کې د محلي خبریالانو د ظرفیت لوړونې په روزنیز پروګرام کې ځینو خبریالانو وویل، دوی له معاش پرته په وړیا ډول کار کوي، خو اندېښمن دي، که د رسنیو روان اقتصادي وضعیت ته نړیوال بنسټونه اوږه ورنه کړي، نو په پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر ولایتونو کې به د ځینو فعاله رسنیو دروازې هم وتړل شي.

په خوست ولايت کې ځايي خبريال بخت جان بختیار اطلاعات روز ته وويل، چې په دې ولايت کې ډیری هغه خبريالان چې له محلي راډيو ګانو او ټلويزيونونو سره کار کوي، تنخوا نه لري او په خبره يې چې دې چارې ډیری خبريالان له خپل کار لاس په سر کېدو ته اړ ايستلي دي.

نوموړي وويل: «مونږ دلته په خوست کې ۱۴ راډيوګانې او ټلويزيونونو لرو، چې په محلي کچه نشرات کوي، خو ولې په دې کې په کار بوخت ځوانان يې اکثره معاش نه لري، که خبریال ته معاش ور نه کړل شي، نو څنګه به دې ته زړه ښه کړي، چې د رسنيو له اړخه ولس ته خدمت وړاندې کړي.»

په ياد ولايت کې د هوا په نوم د يوې سيمه ييزې راډيو د نشراتو مدير ايوب ياد هم اقتصادي ستونزې په اوسنيو شرايطو کې لوی خنډ يادوي او وايي، پخوا به د روزنيزو ورکشاپونو، د مؤسساتو له خوا د عامو پوهاوي اعلاناتو او سوداګريزو اعلاناتو له اړخه تر ډېره د رسنيو اقتصادي مشکلات حل کېدل، خو د هغه په وينا د طالبانو په راتګ نه يوازې اقتصادي ستونزې ډیرې شوې، بلکې د رسنيو فعاليت د سقوط له ګواښ سره مخ دی.

ياد وايي: «که څه هم پخوا ځينې مشکلات و، خو ولې اکثرو رسنيو له مؤسساتو پروژې اخيستې، سوداګريز اعلانونه يې درلودل او هم يې کارمندانو ته د روزنيزو پروګرامونو له لارې يو څو روپۍ پيدا کولی شوای، خو ولې اوس ستونزې بيخي ډېرې شوې او زمونږ له نړيوالو بنسټونو، له طالبانو او نورو ادارو غوښتنه دا ده، چې لاس په کار شي او پرې ننږدي، چې د خبریال او رسنۍ غږ چوپ شي.»

په همدې حال کې بیا په سویل ختیځ زون کې ښځینه خبریالانې وايي، د نظام له بدلون وروسته په کور شوې او اجازه نه لري، چې د پخوا په څېر دې په رسنیو کې کار وکړي، دوی د ټولنې اصلاح لپاره د ښځینه خبریالانو ونډه مهمه بولي.

په دې اړه ښکلا ځدراڼ خوست اطلاعات روز ته وويل: «په تېر نظام کې ګڼو انجونو په رسنيو کې کار کاوه او د خوست ولس ته به يې د ټولنيزو رسنيو له اړخه د عامه پوهاوي خپرونې وړاندې کولې، خو ولې اوس چې طالبان راغلي، مونږ په کور شوې يو او اجازه نه را کول کيږي، چې بيرته خپلو دندو ته لاړې شو، نو زمونږ غوښتنه دا دی،تر څو ښځو ته هم  په رسنيو کې د کار کولو اجازه ورکړل شي.»

که څه هم د دغه زون په ځینو ولایتونو کې یو شمېر محلي رسنیو د اقتصادي ستونزو له امله نشرات ځنډولي، خو د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریس بیا وايي، پکتیا په مرکز او ځینو ولسوالیو  ټولې رسنۍ په عادي ډول فعالیت ترسره کوي.

نوموړي وويل: «مونږ دا منو چې محلي رسنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، خو ولې تر اوسه په پکتيا کې هيڅ کومې راډيو، اخبار يا مجلې د اقتصادي مشکلات له امله فعاليت نه دی درولی، مونږ هڅه کوو، چې د رسنيو لاسنيوی وکړي او دغه ستونزه مو په مرکز کې هم له اړونده چارواکو سره شريکه کړې ده.»

په سویل ختیځ زون کې د ځینو محلي رسنیو مسوولین وايي،امنیت یې له پخوا خوندي شوی، خو اقتصادي ستونزې او پرې د وضعه شویو محدودیتونو له امله به نشرات بند او خپل کارمندان رخصت کړي، خو طالبان بیا وايي، د بیان ازادۍ ته ژمن دي.