ننګرهار

لغمان او ننګرهار کې ورښتونو مرګ‌ژوبله اړولې

اطلاعات روز: لغمان کې د زیاتو ورښتونو له امله د یو کور د چت پریوتو په پېښه کې یوه ماشومه مړه شوې او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د لغمان یو اوسیدونکي او ځایي خبریال ګلاب ابراهیمي نن (شنبه، ۱۸ د مرغومې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تیره شپه د لغمان مرکز مهترلام اړوند «ګلدار اباد» سیمه کې د زیاتو ورښتونو له امله د یوې بې وزله کورنۍ پر غړو د کوټې چت غورځیدلی چې له امله یې یوه پنځه کلنه ماشومه وژل شوې او د ښځو او نارینه وو په ګډون د یادې کورنۍ پنځه غړي ټپیان شوي دي.

د نوموړي په خبره دی چې د یادې پېښې ټپیان د ځایي خلکو په مرسته اوس مهال د لغمان په ولایتي روغتون ته لیږدول شوي دي.

په ورته مهال د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ په « شمشپور» سیمه کې د هغه مزدور د کوټې چت پرېوتی، چې د بټۍ مالک د پورونو د ادا کولو لپاره په کې پروت وو.

اخوا د همدې ولایت په شينوارو ولسوالۍ کې هم د ډېرو ورښت له کبله د يوه کور دېوال پرېوتی دی، چې د کور خاوند ته يې مالي زيان اړولی.

دا ډول پېښې له ختیځ سربیره د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د ژمي او خاص ډول د بارانونو پرمهال رامنځته کیږي چې له امله یې هیوادوالو ته مرګ ژوبله اوړي.