اغزن تار

طالبان کونړ کې د پاکستان له‌خوا د تاسیساتو جوړولو مخنیوي لپاره لسګونه پوستې جوړوي

اطلاعات روز: ختیځ کې طالب چارواکي وایې، د کونړ په څلورو ولسوالیو کې ډیورنډ کرښې سره په صفري نقطه کې د طالب ځواکونو ۳۲ پوستې جوړیږي، چې د پاکستان د ملیشو له‌خوا د هر ډول تاسیساتو جوړولو مخه ونيسي.

طالبان د یادو پوستو له جوړیدو بله موخه پاکستان ته پر وخت د بریدونو ځواب ویل هم یادوي. دغه څرګندونې ختیځ کې طالب چارواکو د ډیورنډ فرضي کرښې څخه د لیدنې پرمهال کړي دي.

ختیځ کې د لومړۍ سرحدي لوا قومندان مولوي ثناالله سنګین اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ډیورند کرښې سره په صفري نقطو کې یې د پوستو د جوړیدو پریکړه کړې او د ځینو پوستو چارې یې عملآ هم پیل کړي دي.

نوموړي کونړ کې ډیورنډ کرښې ته د نیږدې ناړۍ، دانګام، شلتن، مرورې او اسمار ولسوالیو څخه لیدنه هم کړې او ویلي یې دي، په یادو ولسوالیوکې یې هغه مهمې نقطې هم مشخص کړي، چې دغرونو پر لوړه سطحه موقعیت لري او د توپچي د ځای پر ځآی کیدو لپاره مناسبې دي.

قومندان مولوي ثناالله سنګین وایي: «د کونړ په څلورو ولسوالیو کې چې ډیورند کرښې ته نیږدې پرتې ولسوالۍ لکه ناړۍ، دانګام، شلتن، مرورې او اسمار دي هلته د طالب ځواکونو ل۳۲ امنیتي پوستې جوړیږي او د دې پوستو د جوړیدو موخه دا ده، چې تر څو مونږ وکولای شو پر وخت پاکستان ته په خپل د هر برید ځواب ورکړو او لا هڅه کې یو چې پر دغه کرښه شته ستونزو ته دحل یوه لاره پیدا کړو.»

 یاد چارواکي وایې، د رهبرې له لوري ورته سپارښتنه شوې، چې د پاکستان د توغندیزو بریدو په مقابل کې دې له ډیورنډ کرښې سره له نیږدو سیمو لیدنه وکړي او د خلکو د خوندیتوب لپاره مناسب اقدامات ترسره کړي.

د سرحدي ځواکونو قومندان پر ډیورند کرښه د تیر شوي اغزن تار له امله د کرښې د دواړو خواوو ته د پرتو قومونو ستونزه مني او ډاډ ورکوي چې یاده ستونزه وخت په تیریدو سره حل شي.

قومندان مولوي ثناالله سنګین زیاتوي: « د طالبانو اوسنی نظام ژمن دی چې پاکستان ته به اجازه ورنه کړي چې بیا رامخکې شي او که چیرې دا کار وکړي نو له سخت غبرګون سره به مخ شي او هم مخ شوی دی، د دوی د بریدونو په مقابل کې مونږ هم د توپچي بریدونو په واسطه ځواب ورکړی او هم د پاکستان له لوري چې پر ډیورنډ کرښه کوم اغزن تار تیر شوی له امله یې د کرښې دواړو خواوو ته پراته قومونه سره بیل شوي او د دوی ترمنځ یې یو دیوال رامنځته کړی دی، نو خلکو ته ډاډ ورکوو چې د قومونو په مرسته به دا تار لخیر ټولیږي او نور به د کرښې دواړو خواوو ته د پرتو قومونو ترمنځ فاصلې نه رامنځته کیږي .»

ځایي خلک هم د پاکستان له لوري دې غاړې ته د توغندیزو بریدونو له امله د کونړ نورو سیمو ته بیځایه شوي.

د کونړ د شلتن ولسوالۍ اوسیدنکي خیبر اطلاعات روز ورځپاڼې په خبرو کې د طالبانو له لوري د پاکستان پر وړاندې وروستي اقدامات ستایي او وایې، پر ډیورند کرښه د غځیدلي تار له امله د کرښې دواړو غاړو ته پراته قومونه سره ویشلي دي.

خیبر زیاته کړه: «له کله راهیسې چې پاکستان پر ډیورنډ کرښه اغزن تار غځولی له هماغه ورځې راهیسې د کرښې دواړو خواوو ته پراته قومونه سره ویشل شوي او له سختو ستونزو سره مخ شوي دي او هم ډیر کله پاکستان د ډیورنډ کرښې دې غاړې پر ولسي خلکو توغندیز بریدونه کوي او زیاتره خلک له خپلو سیمو نورو ولسوالیو ته بیځایه شوی دي، د طالبانو له اوسني حکومت غواړو چې د پاکستان د یادو بریدونو مخه دې ونیسي او سخت ځواب دې پاکستان ته ورکړي.»

کلونه کیږي پاکستان د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته پر پرتو سیمو کې د ولسي خلکو پر کورونو توغندیز بریدونه کوي، چې په دې وروستیوکې یې په مقابل کې د اسلامي امارت ځواکونو هم توند غبرګون ښودلی.

په داسې حال کې چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن تار په غځولو څو ځله د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوې خو اوس د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تازه یو ځل بیا په یاده سیمه کې د اغزن تار په غځولو ټینګار کړی دی.

قریشي ویلي، هېواد یې د خپلو ګټو د خونديتوب هوډ لري او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې به د اغزن تار غځولو لړۍ روانه ساتي.

خو د سیاسي او نړیوالو چارو شنونکي بیا ټينګار کوي چې د ډیورنډ کرښې موضوع د حکومتونو له صلاحیته پورته خبره ده او په وینا یې په دې اړه باید ملت تصمیم ونیسي او دغه موضوع د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو له لارې هم تعقیب شي.