فقر

اېټالیا افغانستان سره ۱۲ میلیون ډالره مرسته وکړه

اطلاعات روز: ایټالیا په افغانستان کې له بشري بحران سره د مبارزې لپاره ۱۲ميلیونه ډالره مرسته وکړه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشر دوستانه مرستو د همغږۍ دفتر په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان له خلکو سره د ایټالیا ۱۲ميلیونه ډالره مرسته تایید کړه.

دغه پیسې ټاکل شوې ده د دې سازمان د بنسټونو له لارې په افغانستان کې له اړمنو کورنیو سره د مرستې لپاره ولګول شي.

ایټالیا دغه راز ویلي دي چې په دغو حساسو شرایطو کې به د افغانستان له خلکو سره مرسته کوي.

په افغانستان کې د وزګارتیا او د افغانستان د شمتنیو د کنګل کېدو له امله اقتصادی بحران د افغانستان او نړۍ د خلکو د اندیښنو سبب شوی دی.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو سازمان د بشر دوستانه مرستو د همغږۍ دفتر ویلي چې ملګري ملتونه او شریکان یې په افغانستان او سیمه کې د ۲۸ میلیونه سختو اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره پلانونه پیلوي.

دې دفتر پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي چې ملګري ملتونه او غیر دولتي سازمانونه به نن (سه‌شنبه، د مرغومې په ۲۱مه) د ګډ غبرګون پلانونه پیل کړي چې هدف یې په افغانستان کې ۲۲ میلیونه خلکو ته حیاتي بشري مرستې رسول او په پنځو ګاونډیو هیوادونو کې د ۵/۷ میلونه بېځایه شویو افغانانو او ځایي ټولنو سره مرسته کول دي.

د بشردوستانه او د کډوالو د غبرګون پلانونه په ۲۰۲۲ کال کې د ۵ میلیارده ډالرو څخه ډير نړیوال تمویل ته اړتیا لري.

د افغانستان خلک د نړۍ تر ټولو په چټکه توګه د ډیریدونکي بشري ناورین سره مخ دي. نیمايي نفوس له سختې لوږې سره مخ دی، له ۹ میلیونو څخه زیات خلک بې کوره شوي، میلیونونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي، د ښځو او نجونو بنسټیز حقونه تر برید لاندې دي، بزګران او مالداران د لسیزو تر ټولو سخته وچکالي تجربه کوي او اقتصاد له آزاد سقوط سره مخ دی.

له مرستو پرته، په لسګونو زره ماشومان د خوارځواکۍ له امله د مړینې له خطر سره مخ دي ځکه چې لومړني روغتیایی خدمتونه له مینځه تللي دي.