یو ان

د ملګرو ملتونو سازمان لوړپوړی مقام: نړۍ باید طالبانو سره تعامل وکړي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو یو لوړپوړي مقام ویلي چې افغانستان کې انساني کړکېچ سره د مبارزې او نورو ننګونو له منځه وړلو لپاره نړۍ باید طالبانو سره تعامل وکړي.

د ملګرو ملتونو د دې مقام له خوا د طالبانو حکومت سره د نړۍ د تعامل دغه خبر باختر خبري اژانس پرون (دوشنبه، د مرغومې په ۲۰مه) خپور کړی.

د مهاجرینو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د کمیشنرۍ مسوول فلیپوګراندي په خپلو خبرو کې په افغانستان کې بشري بد حالت او په دغه هیواد کې رامنځته شوي اقتصادي بحران ته په اشارې سره د نړۍ له هیوادونو غوښتي چې په مستقیم ډول له طالبانو سره خبرې وکړي.

هغه له امریکایی رسنیو سره په مرکه کې په افغانستان کې د بېوزلۍ او لوږې بحران له امله د دې اندیښنې په څرګندولو سره له دغه بحران سره د مبارزې او له هغه څخه د افغانستان د خلکو د ژغورنې لپاره له طالبانو سره تعامل رغنده بللی دی.

د باختر اژانس په وینا چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو خبرو په غبرګون کې ویلی دي چې دوی له اوسني بحران څخه د افغانستان د ژغورنې لپاره له نړۍ څخه د صادقانه او رغنده خبرو اترو هرکلى کوي.