فقر

د سرې مياشتي ټولنه: ارزګان کې ۹۴ سلنه خلک فقر سره مخ او لوی بشري ناورین راتلونکی دی

اطلاعات روز: په ارزګان کې د سرې مياشتې ځايي ادارې مسوولين وايي، په دې ولایت کې تر ۹۴ سلنه خلک زيات له فقر او غربت سره مخ دي او په خبره يې چې په دغه ولايت کې يو لويي بشرې ناورين راتلونکي دی.

د سرې مياشتې ولايتي مسول صديق الله مفتون نن (پنجشنبه، د مرغومي په ۲۳مه) اطلاعات روز سره خبرو کې وويل، تيرو جګړو او سختې وچکالۍ خلک د فقر او غربت سره مخ کړي دي او نړيوالې ادارې باید د بشرې ناورين د مخنیوي په هدف په ارزګان کې له خلکو سره مرستې وکړي.

مفتون وايي دا مهال تر ۹۴ سلنه زيات خلک مرستو ته اړتيا لري او ويره شته چې سل فيصد به خلک له بشرې ناورين سره مخ شي.

نوموړی له نړيوالو ارګانونو غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دې په دغه ولايت کې اړمنو خلکو ته مرستې ورسوي.

مفتون وايي: «دا مهال په ارزګان کې ۹۴ سلنه خلک له لوږې او فقر سره مخ دي که جدي پاملرنه ونه شي سل فيصده به خلک د بشرې ناورين سره مخ شي زما پر ټولو نړيوالو ارګانونو غږ دی چې ترڅو په ارزګان کې اړمنو کورنيو ته پام وکړي خپلې بشرې مرستې دلته خلکو ته ورسوي تيرو جګړو او وچکالۍ دغه حالت پر خلکو راوستولی دی.»

په ارزګان کې فعالان هم شته وضعيت ته سخته انديښمن دي او په خبره يې چې په ارزګان کې د اقتصادي ستونزو لويي لامل سیاسي بدلونونه او د افغانستان کنګل شوي شتمنې ده.

يو تن مدني فعال ولي محمد پخلا له اطلاعات روز سره په خبرو کې له نړيوالې ټولنې غوښتنه وکړل چې په ارزګان کې دې اړمنو خلکو ته مرستې ورسوي ترڅو د فقر او غربت څخه خلاص شي.

هغه وايي: «رشتيا هم په ارزګان کې د خلکو وضعيت وروستيو بدلونونو او د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ له امله خراب دی نړيوال باید دلته ارزګان کې له خلکو سره مرستې وکړي موږ هم هره ورځ دلته خلک وينو چې په سختو ستونزو کې دي په کار ده چې له ټول اړمنو کورنيو ته د غذايي مواد او روغتيايي برخو کې مرستې وشي.»

په همدې مهال ارزګان کې مسولين وايي دوی هڅه کوي چې ټولو اړمنو کسانو ته مرستې ورسوي.

په ارزګان کې د موسیساتو د برخې يوه مسول مولوي حسن وويل تر دا مهال يې په ارزګان کې ګڼو غيري دولتې موسیساتو له د خلکو سره مرستې کړي دي او په راتلونکي کې هم ورسره مرستندويه بنسټونو ژمنې کړي دي چې په بیلابیلو برخو کې به بیوزله خلکو ته مرستې ورسوي.

مولوي حسن وويل: «دلته ارزګان کې تراوسه ډيرو موسیساتو په بیلابیلو برخو کې له خلکو سره مرستې کړي دي دغه اوس هم موږ د يو شمير موسیساتو سره په خبرو بوخت يو ترڅو په ارزګان کې نورې هم خپلې مرستې زياتې کړي او هغه کسانو ته مرستې ورسوي چې زياته اړتيا ورته لري.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستيو کې د ارزګان په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې له اړمنو خلکو سره بیلابیلو موسساتو مرستې کړې دي خو لا هم خلک د مرستو غوښتنه کوي او زياتوي چې ورسره شوې مرستې بسنه نه کوي.