عمران خان

عمران‌خان افغانستان ته د متخصصینو استولو غوښتنه کړې

اطلاعات روز: د پاکستان لومړي وزیر عمران خان افغانستان کې د بشري کړکېچ مخنیوي لپاره د خپل هېواد له چارواکو غوښتي چې دې هېواد ته بشري ځواک ولېږي.

عمران خان دغه غوښتنه د خپل هېواد لوړپوړو چارواکو او وزیرانو کمېټې (اپکس) په درېیمه غونډه کې کړې ده. هغه د خپل هېواد چارواکو ته ویلي چې افغانستان ته روغتیایي، مخابراتو او بانکدارۍ برخو متخصصین ولېږي، څو د ده په وینا د بشري کړکېچ مخه ونیول شي.

نوموړي په دې غونډه کې افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستو غوښتنه هم ستایلې ده. هغه زیاته کړې چې د اړتیا په وخت کې به افغانان هېر نه کړي.

ملګرو ملتونو همدا څو ورځې وړاندې په افغانستان کې دننه له ۲۲ میلیونه کسانو او دغه راز له هغو پنځه اعشاریه اووه میلیونه افغانانو سره چې په کوردننه بې ځایه شوي او یا پنځو ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي، د بشري مرستو لپاره د پنځه میلیاردو ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه.

د عمران خان دا غوښتنه په داسې مهال ده چې تازه نیورک ټایمز ته طالبانو ویلي چې د دوی حکومت د مسلکي کارکوونکو له کمښت سره مخ دی او پاکستان ته یې په دې اړه ویلي دي.

د طالبانو په لاس د افغان مخکیني حکومت پرځېدو سره په زرګونه افغانان له افغانستانه بهر شول. په دې کې د بېلابېلې برخې متخصصین او مسلکي کادرونه هم ول.