پکتیکا

پکتیکامیشتي: د مټاخان-ښرنې لویه لار چې کنډ و کپر شوې طالبان دې ورغوي

خبریال: حبیب الله سراب

د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي، چې مرکز ښرنې ته غځېدلې لویه لاره یې په خورا ناوړه حالت کې ده او د دوی په وینا چې پرې تلونکي خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

د همدې ۳۰ کیلومټره سړک يوه برخه د تېر نظام په وروستیو میاشتو کې رغول شوې وه، خو د خراب کیفیت له امله اوس بیا کنډ و کپر شوې ده.

د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکي فاروق جان اطلاعات روز ته وویل، چې د لارې خرابېدو له امله یې نه یوازې کاروبار ټکنی شوی، بلکې د سیمې اوسېدونکي مرکز ښرنې ته خپل ناروغان هم پر وخت نه شي رسولی.

نوموړی وايي، د تېر جمهوري نظام په وروستیو میاشتو کې د سړک د بیا ترمیم قرارداد لاسلیک شو، خو د یوې برخې له بیارغونې وروسته یې چارې په نیمايي کې پاتې شوې.

هغه وايي، د ښرنې-مټاخان ترمنځ په غځېدلي سړک نه یوازې د یوې ولسوالۍ اوسېدونکي تګ او راتګ کوي، بلکې د پکتیکا ولایت له ګڼو ولسوالیو ډیری خلک پرې پکتیا او ورڅېرمه ولایتونو ته ځي او راځي. 

فاروق وویل: «د مټاخان نه چې مونږ شرنې ته ځو د لارې خرابېدو له امله له ډېرو مشکلاتو سره مخ یو، ناروغان پر وخت روغتون ته نه شو رسولی، دغه سړک ډېر سخت خراب دی، اوس یې هم برخې هم ویجاړې شوې، چې په تېر نظام کې رغول شوې وې، نو زمونږ هیله دا ده، چې د خلکو غوښتنې ته په کتو نوی حکومت په دې برخه کې جدي اقدامات ترسره کړي.»

د همدې ۳۰ کیلومټره سړک يوه برخه د تېر نظام په وروستیو میاشتو کې رغول شوې وه، خو د خراب کیفیت له امله اوس بیا کنډ کپر شوې ده.

له مټاخان څخه د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ته موټر چلوونکی بخت جمال هم له ورته ستونزې سرټکوي او وايي، د سړک خرابېدو له امله یې هره ورځ موټر عوارض پیدا کوي. هغه اطلاعات روز ته په خبرو کې له طالبانو غوښتنه وکړه، چې دغه سړک په اساسي ډول ورغوي، تر څو د خلکو شته ستونزې ورسره هوارې شي.

نوموړی وايي: «زه له مټاخان څخه ښرنې ته سورلۍ موټر چلوم، په هرځل تګ راتګ خپل موټر یو ځل مستري ته دورم، دا ځکه چې لاره ډېره سخته خرابه ده، موټر مو عوارض پیدا کوي، سورلۍ راسره په ستونزه کې وي او بل له پکتیکا په دې لاره ډېر زیات خلک پکتیا او کابل ته هم ځي، نو که جوړه شي، زمونږ کاروبار به هم ورسره ښه شي.»

د مرکز ښرنې – مټاخان او په پکتیکا ولایت کې دې ته ورته د نورو لویو لارو په اړه د ټولګټو چارو ریاست مسوولین هم ځینې ستونزې مني، هغوی وايي، د سړکونو د ساتنې په موخه هڅه کوي، چې د باور وړونکو موټرو وزن کنټرول لپاره ځانګړې تلې فعاله کړي.

د پکتیکا ولایت د ټولګټو چارو ریس مولوی عادل په دې اړه وویل: «د سړکو د ساتنې لپاره مونږ پلان جوړ کړی او د یوې تلې د فعالېدو ژمنه هم راسره شوې ده، نو په کومو لارو چې بار وړنکي موټرونه تګ- راتګ کوي، د هغوی د وزن کنټرول لپاره به ترازو فعالوو، مونږ هم دا منو، چې ځینې سړکونو خراب شوي دي او د خلکو ستونزې پرځای دي.»

پکتیامیشتي له طالبانو غواړي چې دغه مهمه لار په اساسي ډول ورغوي.

په همدې حال کې بیا د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت یو پلاوي پکتیکا ولایت ته په سفر کې له خلکو سره ژمنه کړې، چې د نوي کال په راتګ سره به د مرکز ښرنې- مټاخان ترمنځ د لویې لارې بیارغونې چارې پیل کړي.

د دغه پلاوي مشر حجت الله عباس وویل، د سفر موخه یې د پروژې هر اړخېزه څېړل دي، تر څو یې د عملي چارو لپاره په کېدونکو مصارفو تصمیم ونیول شي.

ښاغلي عباس په دې اړه وویل: «د کوم سړک لپاره چې مونږ راغلي و، هغه د مټاخان او ښرنې ترمنځ پروت دی، د دې مو برسي وکړه او هغه ستونزې چې په دې سړک کې موجودې دي، ټولې مو له ځان سره را واخیستلې، نو انشاالله چې په راتلونکي کال کې به یې د پخېدو اساسي کارونه پیل شي.»

د ټولګټو چارو وزارت د رغنیزو پروژو د تخنیکي برخې یو غړي عبدالباقي بیا د دې پروژې تر سره شوي کارونه په خورا ټیټ کیفیت وبلل او وویل، دوی هڅه کوي، چې په دې برخه کې شته ستونزې له مرکزي مسوولینو سره شریکې کړي.

نوموړی وايي: «رښتیا هم کومه برخه کارونه چې د مټاخان سړک د بیا رغونې لپاره شوي، کیفیت یې معیاري نه دی، مونږ وکتل چې رغول شوې برخه یې نړېدلې او د دې ټوله برسي مو وکړه، نو مرکز ته په تګ به پرې هلته پرېکړه کوو، چې څنګه وکولی شو، په راتلونکي کال کې د دې چارې په ښه کیفیت پیل کړو.»

په همدې حال کې بیا د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت یو پلاوي پکتیکا ولایت ته په سفر کې له خلکو سره ژمنه کړې، چې د نوي کال په راتګ سره به د مرکز ښرنې- مټاخان ترمنځ د لویې لارې بیارغونې چارې پیل کړي.

د مرکز ښرنې – مټاخان ترمنځ ۳۰ کیلومټره سړک یو ساختماني شرکت ته په ۳۱.۵ میلیونه افغانۍ قرار داد ورکړل شوی و او په هماغه وخت د ټولګټو چارو وزارت مسوولینو ژمنه کړې وه، چې ټول کارونه به یې د دریو کاري میاشتو په موده کې بشپړیږي، خو د ځینو امنیتي او تخنیکي ستونزو له امله یې روانې چارې نیمګړې پاتې شوې، خو اوس طالبانو ژمنه کړې، چې د دې سړک بیارغونه به په اساسي دول ترسره کوي.