امیرخان متقي

ترکمنستان ته د امیرخان متقي سفر؛ د ټاپ پروژې او رېل پټلۍ چارې به عملآ پیل شي

اطلاعات روز: د طالبانو بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیرخان متقي د ترکمنستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره لیدنه کې په دې هوکړه رسېدلي چې راتلونکي پسرلي ته به د برق ټاپ پروژې او د رېل پټلۍ غځونې کار عملي چارې پیل شي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت نن (یکشنبه، د مرغومې په ۲۶مه) پر ټوېټر ویلي چې د ترکمنستان په بلنه دغه لیدنه پرون د دې هېواد پلازمېنې عشق‌اباد کې شوې او د دواړو لوریو ترمنځ په یو لړ موضوعاتو هوکړه شوې ده.

یاد وزارت ویلي، په دې ناسته کې چي ټوله ورځ یې دوام درلود د افغانستان-ترکمنستان ترمنځ په دوه اړخیزو سیاسي، ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو، امنیتي همکاریو، ټاپي او ټاپ پروژو د ژر پېلېدو، د تجارت او خصوصي سکتور فعالیت پر ودې، مرمر ډبرې، وچې او تازه مېوې او د نورو توکو صادراتو پر زیادښت او په خاص ډول راتلونکي پسرلي کې په اقېنه او تورغنډۍ بندرونو کې د اورګاډي نیمګړو پروژو بشپړول او په افغانستان کې د لمریزې او بادي برېښنا باندې د پانګونې اړوند ګټور بحثونه او ګډ نظر ته ورسېدل.

په دې اړه د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي: «د دواړو لوریو ترمنځ توافق وشو چې د روانې جنوري میاشتې پر ۲۲مه نېټه به دوه اړخیز تخنېکي ټېمونه په کابل کې ناسته کوي او توافق وشو چې د برق د ټاپ او رېل پټلۍ غځونې کار به د را روان کال پسرلي (مارچ) کې افتتاح او عملا پېل شي.»

د اقینې-اندخوی رېل‌پټلۍ پروژه د ۱۳۹۹ کال مرغومې میاشت کې د مخکیني ولسمشر محمداشرف غني واکمنۍ مهال د نوموړي او ترکمنستاني چارواکو ترمنځ یو شمېر نورو اقتصادي پروژو سره پرانېستل شوه.

د اقینې – اندخوی رېل پټلۍ ۶۳۵ کیلو مټره اوږدوالی لري او د افغانستان د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ کې د اقینې بندر له ترکمنستان هېواد سره نښلوي. افغانستان په دې سره له منځنۍ اسیا بیا ترکې او اروپا سره ونښلېد.

ټاپ پروژه بیا د ترکمنستان برښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدوي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي، دغه‌راز هوکړه وشوه چې د افغانستان لار به د ټرانزیټ لپاره د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ وکارول شي او له همدې لارې به مایع ګاز، معدنیات، خوارکي توکي او نور تجارتي اموال انتقالیږي.

په دې ناسته کې د کرونا ناروغۍ له امله افغانستان کې د بند پاتې لسګونو محصلینو په اړه هم ژمنه شوې چې د مارچ له پېل سره به په تدریجي توګه یاد هېواد ته د ورتګ اجازه ورکړل شي.

همدارنګه هوکړه شوې چې ترکمنستان به افغان محصلینو ته د نفت او ګازو، رېل پټلۍ او نورو تخنیکي برخو کې تحصیلي بورسونه ورکوي.