ننګرهار

جلال‌اباد ښار کې ناپيژنده وسله‌والو یو کس په ډزو وژلی

اطلاعات روز: د ننګرهار جلال اباد ښار کې ناپېژنده وسله والو یو تن په ډزو وژلی او په تېښته بریالي شوي دي.

د جلال اباد ښار د نهمې ناحیې یو اوسیدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي نن (یکشنبه، ۲۶ د مرغومې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تیره شپه د همدې ناحیې اړوند «سراچې پل» ته څیرمه ناپيژنده وسله والو یو تن په ډزو وژلی.

نوموړی وایي، د پېښې عاملین له سیمې تښتیدلي خو ځایي خلکو د وژل شوي کس مړی نن سهار یاده سیمه کې موندلی دی.

تراوسه د ننګرهار طالب امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د یادې پېښې مسولیت چا منلی دی.

له دې پېښې یوه اوونۍ وړاندې هم په یاده سیمې کې یو تن د ناڅرګنده وسله والو له لوري وژل شوی و.

په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې هدفي وژنې، غلاوې او نورو جنایي پېښو زیاتیدو خلک اندیښمن کړي دي.