زابل

زابل کې د پولیو ضد واکسین پیل شو

اطلاعات روز: زابل ولایت کې د ګوزڼ یا پولیو ضد د نوي زیږدیز کال لومړۍ دورې واکسین کمپاین پیل شو.

زابل کې د عامي روغتیا ریاست لخوا د پولیو ضد واکسین د کمپاین پیلولو په هدف په جوړه شوې غونډه کې مسوولینو وویل چې په دې کمپاین کې به په زرګونه د پنځه کلنۍ څخه ښکته ماشومانو ته دوه څاڅکي واکسین ورسوي.

د طالبانو عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي د یادې غونډې پر مهال وویل، د پولیو ضد په یاده دوره کې به پر«۱۵۰۰۰۰» ماشومانو چې عمر یې تر ۵ کلنۍ کښته وي، د پولیو واکسین تطبیق کړي.

هغه وایي لاهم ګوزڼ په دغه ولایت کې د ماشومانو لپاره لوی خطر دی او په کار ده چې  کورنۍ خپل ماشومان ژر تر ژره واکسین کړي.

د واکسین د پیل پر مهال د زابل مرستیال والي وویل چې اوس په ټولو سیمو کې امنیت دی، نو باید له دې حالت نه په استفاده لرې پرتو سیمو ته روغتیایي فعالیتونه ورسوو او د ولس خدمت وکړو.

د طالبانو مرستیال والي ملا عبدالخالق عابد ماشومانو ته د واکسین په رسولو کې کورنۍ، دیني عالمان، قومي مشران هم مسول وبلل او پر ټولو خلکو یې غږ وکړ چې د ماشومانو د ښه راتلونکي لپاره دې د واکسین په تطبیق کې همکاري وکړي.

زابل کې داسې مهال د پولیو واکسین دوره پیلیږي چې طالبانو د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې کور په کور د واکسین د تطبیق مخه نیولې ده او له واکسیناتورانو څخه یې غوښتنه کړې چې مسجد په مسجد دې پر ماشومانو واکسین تطبیق کړي.

د طالبانو دغې پریکړې واکسیناتوران سخت اندیښمن کړي دي او زیاتوي چې د تیرو وختونو په څیر اوس هم د طالبانو د دغې پریکړې له امله میلیونونه ماشومان د پولیو له واکسین څخه بې برخې کیږي.

عام خلک هم طالبانو دغه ډول پریکړه حیرانوونکي یادوي او له طالبانو غواړي چې کور په کور د واکسین تطبیق ته اجازه ورکړي.

په تیرو وختونو کې طالبانو ادعا کوله چې کور په کور ځکه د واکسین تطبیق ته اجازه نه ورکوي چې د دوی لپاره امنیتي تهدید دی خو اوس نه ده معلومه چې طالبان ولې کور په کور د واکسین پلي کولو ته اجازه نه ورکوي.