کونړ

د کونړ اوسېدونکو د تېر نظام چارواکو پر ضد لسګونه عریضې کړي

اطلاعات روز: کونړ کې طالب چارواکي وايي، چې د دغه ولایت یو شمیر اوسیدونکو د تیر نظام د ځینو چارواکو پر ضد ۵۶ عریضې عدلي او قضایي ادارو کې ثبت کړې دي.

د کونړ د امنیه قومندانۍ مرستیال محیب الله عمر اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د خلکو له خوا د تېر نظام د يو شمېر مسوولینو پر ضد يوازې امنیه قومندانۍ ته شاوخوا ۳۰ عريضې وروړل شوې دي.

نوموړی وایي، دغه خلک ادعا کوي چې د پخواني نظام ځينو چارواکو له دوی په بېلابېلا نومونو بډې اخيستې دي.

د عمر په وينا چې په يادو مسوولینو کې د تېر نظام وکيلان، ملکي او پوځي چارواکي شامل دي چې ځينو يې ترلاسه کړې پيسې بېرته خلکو ته حواله کړې دي.

بل لور ته د کونړ د استیناف محکمې رییس مولوي عزیزالرحمن حقاني هم اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د خلکو ادعاوې تر ډیره دا دي چې د تېر نظام چارواکو له دوی د بندیانو د خلاصون، د بند مودې راکمولو او په جنایي موضوعاتو کې د همکارۍ په موخه پیسې اخيستې دي.

د هغه په وينا، خلکو په تېرو پنځو میاشتو کې د کونړ امنیې قوماندانۍ ته ۳۰ استیناف څارنوالۍ ته شپږ او محاکمو ته ۲۰ عريضې وړاندې کړې او ادعا يې کړې چې د تېر حکومت نظامي او ملکي مسوولینو له دوی څخه پيسې اخيستې.

ښاغلی حقاني زیاتوي چې د طالبانو د مشرتابه د عفوې فرمان ته په پام سره دوی د تېر نظام پر مسوولینو د رشوت او اختلاس ادعاوې په رسمي ډول نه دي تعقيب کړې، خو هڅه یې کړې چې د دود له مخې يې د دواړو لورو په موافقه دغه موضوع د جرګو او مرکو له لارې تعقيب او د حل لار يې ور ولټوي.

د کونړ د استيناف څارنوالۍ سرپرست رییس محمد سلام دروېش بیا اطلاعات روز ورځپانې ته وویل،چې د خلکو له خوا پر څارنوالانو عریضې شوي او ادعا کوي چې د تېر نظام پر مهال یې په دوسیو او قضیو کې د مرستې په نوم له دوی پیسې اخیستې دي.

کونړ کې د تیر نظام پر یو شمیر چارواکو داسې مهال د خلکو له لوري عریضې شوي، چې ګڼ شمیر یاد دولتي چارواکي د طالبانو د راتګ پرمهال نورو هیوادونو ته کډوال شوي دي.