لغمان

لغمان لپاره د طالبانو والي: که مطبوعاتي ټیم له رسنیو مالومات پټ کړل، له دندې به ګوښه شي

اطلاعات روز: لغمان لپاره د طالبانو والي قاري ذین‌العابدین وایي، که مطبوعاتي ټیم یې له رسنیو مالومات پټ کړي، له دندو به یې ګوښه کړي.

د لغمان والي دغه څرګندونې له خبریالانو سره په یو ځانګړې ناسته کې کړي او هم یې د دغه ولایت پر ملکي او نظامي مسوولینو غږ کړی، چې رسنیو ته دې پر وخت مالومات ورکړي.

والي قاري ذین العابدین نن (سه‌شنبه، ۲۹ د مرغومې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په یاده ناسته کې یې ملکي او نظامي ادارو ته د یو مکتوب په استولو لارښوونه کړې، چې خبریالانو ته پر وخت مالومات ورکړي او دوی ته دې په کاري برخه کې ستونزې نه جوړوي.

نوموړی وایي، هیڅ څوک نشي کولی له رسنیو مالومات پټ کړي.

د لغمان والي همداراز خپل مطبوعاتي ټیم ته ګواښ کړی که یې له خبریالانو مالومات پټ کړل له دندو به یې ګوښه کړي.

د هغه په خبره د طالبانو اوسنی نظام او د لغمان طالب چارواکي د بیان ازادۍ ته ژمن دي او هیڅوک حق نه لري چې رسنۍ محدودې کړي.

والي قاري ذین العابدین زیاته کړه: «مونږ له خبریالانو سره ناسته درلوده او دوی ته مو په ټولو برخو کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی دی او همدارنګه ټولو نظام او ملکي ادارو ته مو یو مکتوب لیږلی او په کې لارښوونه شوې چې خبریالانو سره دې مالومات شریک کړي او همدارنګه مې خپل مطبوعاتي ټیم لکه ویاند ته هم ویلي که له خبریالانو مالوت پټ کړي له دندې به یې منفک کړي.»

د لغمان والي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې له دې وړندې په دې غه ولایت کې خبریالانو اطلاعاتو ته د لاسرسي په کې شکایتونه درلودل.