اطلاعات روز: د طالبانو ریاستالوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د دولتي پوهنتونونو له استادانو سره کتنه کې ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د لوړو زده کړو بهیر په نورمال ډول پيل شي.
ښاغلي برادر د دولتي پوهنتونونو استادانو سره دغه ناسته پرون (سهشنبه، د مرغومې په ۲۸مه) کړې او خپلو خبرو کې یې ویلي چې لوړې زدهکړې د یو هېواد پرمختګ لپاره اړینې دي.
نوموړي دغهراز ویلي، د دوی حکومت ژمن دی چې له شرعي اصولو سره سم د نارینه او ښځینهوو لپاره د لوړو زدهکړو زمینه برابره کړي. هغه ډاډ ورکړی چې د لوړو زدهکړو برخه کې شته ستونزې به حل شي.
د طالبانو دې لوړپوړي چارواکي له خولې په نورمال ډول د پوهنتونونو پيلېدو له دې ژمنې وړاندې د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیحالله مجاهد بیا د نجونو ښوونځیو په اړه یوې بهرنۍ رسنۍ ته ویلي ول چې راتلونکې پسرلي ته به په ټول هېواد کې پرانېستل شي.